د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال: واحدي به زر خوشې شي


په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال
په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال هيله من دى، چې په اسلام اباد کې تښتول شوی د هرات او کونړ پخوانى والي به په نږدې راتلونکي کې خوشې شي. سيد فضل الله واحدي د تېرې جمعې ورځې راهیسې په اسلام اباد کې ترۍ تم شوی دی.

افغان سفیر پرون مشال راډيو ته وويل، چې د ښاغلي وحيدي د موندنې لپاره د اسلام اباد ښار په بېلابېلو برخو کې له امنيتي کېمرو اخيستل شوي تصويرونه هم راټول شوي دي:

« له امنیتي کېمرو لاس ته راغلي انځورونه، د واحدي د تښتونکو په پېژندګلوۍ کې مرسته کولی شي. موږ هیله من یو چې هغه به زر خوشې شي.»

زاخېلوال زیاته کړه، چې د پخواني افغان چارواکي د تښتول کېدو په اړه يې د پاکستان له وزيراعظم نواز شريف او نورو لوړ رتبه چارواکو سره تماسونه نيولي دي.

سيد فضل الله وحيدي د افغانستان په کونړ او هرات ولایتونو کې د والي په حیث کار کړی و. تر دې دمه هېچا د نوموړي د تښتول کېدو مسولیت قبول کړی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG