د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې چاونې درې کسان ژوبل کړي


د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې چاونې د يو پوليس په ګډون درې کسان ژوبل کړي دي.

د مشال راډيو خبريال وايي چاودنه د خېبر پښتونخوا د ماليې او ايسټېټ وزير علي امين خان له کور سره نژدې د جمعې پر ورځ شوې چې په کې يو پوليس او دوه لاروې ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا ، چاوديدونکي مواد په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو.

چا د پيښې پړه نه ده منلې.شاوخوا يو کال مخکې هم د ياد وزير کور ته ناڅرګنده کسانو لاسي بم غورځولی وو خو څوک په کې مړه يا ژوبل شوي نه وو.

د يو بل خبر له مخې د سوات په چارباغ کې يو پوليس ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژلی.

د يادې سيمې پوليس چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې دغه پېښه بېګا ماښام رامخې ته شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG