د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش راډیو سټېشن تباه، ګڼ مړه او ژوبل


خلافت غږ چې د داعش ډلې پورې تړلې اف ام راډيو وه له تیرو څه باندې دوو میاشتو راپه دیخوا يې نشرات پيل کړي و چې په دې وروستیو کې يې د نشراتو ساحه نوره هم پراخه کړې وه او په دري ژبو يې هم خپل تبليغات کول.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، بېګا شپه شاوخوا اووه بجې په هوايي بریدونو کې د داعش ډلې درې مهم مرکزونه له منځه تللي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياني ازادي راډيو ته وویل، په دغو مرکزونو کې یو هم د داعش پورې اړوند د خلافت په نوم اف ام راډيو وه چې منفي تبليغات به يې کول.

خوږیاڼي وايي، دوی ته د رسیدلو راپورونو له مخې په دې راډيو کې یو تخنیکر او دوه کار کوونکي چې عملاً يې خپرونه مخکې وړله هم وژل شوي:

"تېره شپه شاوخوا اووه بجې د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې څلور هوايي بریدونه شوي چې په دې کې یو هم د داعش راډيو دستګاه چې درې تنه کارکوونکي په کې ول ختم شوي."

د خوګياڼي په وینا په همدې ساحه کې دوه نور مهم مرکزونه چې له یوه انټرنټي مرکزه به يې بهرنیو هېوادونو سره اړيکې ټينګولې او په بل پټنځای کې به يې مهمې پریکړې کولې دواړه په دې هوايي بریدونو کې ختم شوي:

"د دې ترڅنګ د دوی انټرنټي دستګا هم له منځه تللي ده چې هلته هم درې کسان وژل شوي او ورسره خوا کې د دوی یو پټن ځای چې دوی به مهمې فیصلې هلته کولې هغه هم بمبار شوی او پنځلس تنه پکې وژل شوي."

له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت چارواکو په یوې خبري ناسته کې د داعش راډيو د بندیدو خبر ورکړی خو نشرات له پخوا څخه زیات شوي و، ولې اوس چې ولايتي ادارې د داعش راډيو د ختمیدو خبر ورکړی دی د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، د بیګاني هوايي برید سره سم د داعش راډيو نشرات په ټپه ودریدل.

خلافت غږ چې د داعش ډلې پورې تړلې اف ام راډيو وه له تیرو څه باندې دوو میاشتو راپه دیخوا يې نشرات پيل کړي و چې په دې وروستیو کې يې د نشراتو ساحه نوره هم پراخه کړې وه او په دري ژبو يې هم خپل تبليغات کول.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG