د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


د خوست سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د خوست د ښځو چارو رییسې ملالۍ ولي ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په تیره یوه میاشت کې دوی له ښځو سره د تاوتریخوالي نهه پیښې ثبت کړي دي.

میرمن ولي وایي چې په دغو پیښو کې طلاق غوښتل، وهل ټکول او کم عمره ودونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سویل ختیځ زون د بشري حقونو دفتر وویل چې په پکتیا، پکتیکا او خوست کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی اوه فیصده زیات شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG