د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی ولسمشر په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره ویني


ایرانی ولسمشر حسن روحاني نن( پنجشنبه) په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند سره خبرې کوي چې وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ یو شمېر کاروباري موافقې اعلان کړل شي.

ایرانیو چارواکو ویلي، هغوی د اېیر بس الوتکو پر سودا سلا کېدو ته تیار دي. د پوژا او رېنو ګاډو جوړوونکې کمپنۍ هم ښايي له ایران سره پر قراردادونو سلا شي. روحاني تېره ورځ د اېټالیا تر سفر وروسته د فرانسې پلازمېنې ته ورسېد.

نوموړي په اېټالیا کې هم یو شمېر کاروباري موافقې لاسلیک کړې. له روحاني سره د هغه د کابینې وزیران او کاروباري شخصیاتو شاوخوا ۱۲۰ کسیزه پلاوی د اروپا په سفر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG