د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان په میوند ولسوالۍ کي د کندهار - هرات پر لویه لار د یوې ټرافیکي پیښي له امله ۴ تنه مړه او لس نور زخمیان شوي.

پرون دغه پیښه د میوند ولسوالۍ د توري پوستې په سیمه کي د یوه بس او یوه موټر د ټکر له امله شوې ده .

د کندهار د والي ويآند صميم خپلواک پرون مشال راډیو ته وویل چي په دې پيښه کي درې ښځي او يوه سړي وژل شوي او لس تنه چي درې ښځې او اوه سړي دي زخمیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG