د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په کندهار کې د ترهګرۍ په تړاو ۲ تنه نیول شوي

د کندهار چارواکي وايي ،په دغه ولایت کي يې دوه تنه د ترهګر فعالیتونو په تړاوو نیولي دي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر لخوا پرون په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوې دي چېنیول شوو کسانو د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کي بريدونه کول، چي د ملي امنيت له خوا د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کي ونيول شول.

د خبرپاڼي په حواله نیول شوو کسانو پر خپلو ترهګريزو فعاليتونو اعتراف کړى او له دوئ څخه وسلې او چاودیونکي مواد هم نیول شوي .

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

د پاکستان سپر ليګ کرکټ لوبې پيل شوې

د پي ایس ايل د ۲۰۲۰ کال د يوې لوبې تصوير

د شل اوریزه کرکټ‌ ټورنمنټ، پاکستان سپرليګ يا پي ايس ايل لوبې د جنورۍ په ۲۷مه پيل شوې.

لومړی مېچ نن د ملتان سلطانز او کراچي کینګز ترمنځ دی چې په کراچۍ کې کيږي.

د جنورۍ په ۲۸ د دې ټورنمنټ دوهم مېچ د پېښور زلمي او کوټه ګلېډېټرز ترمنځ دی.

د ۳۴ مېچونو دا ټورنمنټ چې پکې شپږ لوبډلې برخه اخلي، فاېنل مېچ يا پای لوبه به يې په ۲۷ فرورۍ وي. پروسږکال په جون مياشت کې شوي د شپږم پاکستان سپر ليګ فاينل مېچ ملتان سلطانز ګټلی وو.

د اردن پوځ ۲۷ مشکوک قاچاقبر وژلي دي

په سرحدي سيمو کې پر ګزمه بوخت، اردني پوځيان

د اردن پوځ وايي هغه ۲۷ مشکوک قاچاقبران یې وژلي چې له ګاونډي شام څخه یې هلته د نشه يي موادو د لېږد هڅه کوله.

د جنورۍ په ۲۷مه د پوځ پر ویبپاڼه خپاره شوي بيان کې راغلي چې له شامه یې اردن ته د اېمفېټامین یا کیپټاګون په نوم د نشه يي موادو د قاچاق هڅې شنډې کړې دي. بیان زیاتوي چې قاچاقبرانو نشه يي توکي په هغو شامي لاریو کې پټ کړي ول چې د پولې پر عمومي لارې اردن ته ځي.

د پوځ په وينا روانه میاشت یې له مشکوک قاچاقبرانو سره شامۍ پولې ته څېرمه په نښته کې یو سرتېری وژل شوی وو.

د اردن او شام ترمینځ پوله په اسانۍ د تېرېدو وړ ده. اردني چارواکي تور پورې کوي چې د ایران ملاتړ لرونکې لبنانۍ شیعه ډله حزب الله او ملېشې په زیاتېدونکي قاچاق کې ککړ دي. دغه ډله د شام زیاتره جنوبي برخې کنټرولوي. خو حزب الله دا تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو د چارو پوهان وايي، شام په سیمه کې د کیپټاګون د پیداوار مهم مرکز ګرځېدلی دی. په هغه سیمه کې د یادو نشه يي موادو بازار په پراخېدو دی او اردن، عراق او اروپا ته هم قاچاقېږي.

د کورونا وایرس اوميکرون بڼې پر ضد د نوو واکسینو ازموینې پيل شوې

د ايټلي په روم کې يوې مېرمنې ته د ماډرنا واکسین کيږي

امریکايي شرکت ماډرنا وايي چې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې لپاره یې د یوه واکسین ازموینې پیل کړې دي.

دغه شرکت دا اعلان د جنورۍ په ۲۶مه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې فایزر او بایواېنټېک شرکت هم د اومېکرون بڼې پر وړاندې د مقاومت په موخه د واکسین د ازموینو پیلولو اعلان وکړ.

ماډرنا ویلي، د دویمې مرحلې په ازموینه کې به هغو بالغانو ته د وایرس د اومېکرون بڼې لپاره د ځانګړي واکسین اضافي ستن لګوي چې وار له مخه په تېرو لږ تر لږه شپږو میاشتو کې بشپړ واکسین شوي دي.

یوه بله ډله بالغان چې درېیمه اضافي ستن یې لګولې، به د اومېکرون بڼې لپاره د واکسینو څلورم خوراک اخلي. په دې ډول به د اومېکرون بڼې په نښه کوونکی دا واکسین د درېیم او څلورم خوراک په توګه ارزول کېږي. اصلي واکسینونه خلک له مړینې او سختې ناروغۍ څخه په ښه ډول ساتي خو هومره موثره نه دي چې په تېزۍ په خپرېدونکې اومېکرون بڼې د خلکو د وړجنېدو مخه ونیولای شي.څېړنې ښيي چې اضافي ستن د خلکو تحفظ لا قوي کوي.

ماډرنا شرکت په نیو انګلېنډ طبي ژورنال کې د خپرې شوې وړې څېړنې پایلې هم اعلان کړې چې پکې راغلي چې تر اضافي ستن شپږ میاشتې وروسته په وجود کې د اومېکرون بڼې پروړاندې پیدا شوې کیمیاوي مادې خورا کمېږي خو په بدن کې موجودې وي. څېړنه ښيي چې د درېیم خوراک له وجې د شپږو میاشتو په موده کې خلک په ښه ډول له وایرسه خوندي وي.

ګوتېرش: افغانستان په يوه نري تار ځوړند دی 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د جنورۍ پر ۲۶مه د م م پر امنیت شورا د هغه قوانينو او عملياتو د ځنډولو غږ وکړ چې د نړيوالې ټولنې له خوا افغانانو ته د بېړنیو مرستو رسولو مخه نيسي.

ګوتېرش د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته په وينا کې وويل چې ''افغانستان په يوه نري تار ځوړند دی'' او په دې سختو شېبو کې بايد ټولو قوانینو ته له سره جدي کتنه وشي.

نوموړي پر غړو هېوادونو غږ وکړ، هغه اجازتنامې دې جاري کړي چې د بشري مرستو رسولو لپاره کارېږي.

د پروسږ کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې بشري وضعیت په چټکۍ خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو له یوه اټکل سره سم، اوسمهال شاوخوا ۲۳ مېلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او تر اته نیم مېلیونه زیات کسان قحطۍ ته نېږدې شوي دي.

ملګرو ملتونو د جنورۍ په پیل کې د روان کال پرمهال د افغانستان لپاره د ۴.۴ اربه ډالرو د بشري مرستو غوښتنه کړې ده. خو دې ادارې د جنورۍ پر ۲۶مه وویل، د روغتیا، تعلیم، بېخبنا او نورو ټولنیزو اړتیاو لپاره د اضافي ۳.۶ اربه ډالرو ضرورت دی.

د لاهور پوليس وايي، د خبریال حسنېن شاه په وژنه تورن کسان يې نيولي

پوليس وايي، د حسنېن په وژنه تورن موټر سايکل سپاره کسان يې مخکې نيولي ول او د هغوی د معلوماتو له مخې يې مرکزي ملزم عامر بټ هم په لاهور کې ګرفتار کړ.

د پنجاب مرکز لاهور کې پوليس وايي،د خبریال حسنېن شاه په وژنه تورن کسان يې نيولي دي.

د جنورۍ پر ۲۴مه ماښام مهال نامعلومه موټر سايکل سپرو کسانو لاهور پرېس کلب ته نېږدې د پاکستان له يوه شخصي ټېليويژن کېپيټل نيوز سره کارکوونکی خبريال حسنېن شاه په ډزو وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

پوليسو د جنورۍ پر ۲۶مه رسنيو ته ويلي چې د حسنېن په وژنه تورن موټر سايکل سپاره کسان يې مخکې نيولي ول او د هغوی د معلوماتو له مخې يې مرکزي ملزم عامر بټ هم نن په لاهور کې ګرفتار کړ.

پوليس وايي، د بټ په لارښوونه د هغه کارکوونکو د حسنېن شاه پر موټر ډزې کړې وې او هغه يې وژلی وو.

د حسنېن شاه له وژل کېدو وروسته یو شمېر قهرجنو خبریالانو په لاهور کې لاریون وکړ، د هغه وژل یې وغندل او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

په پاکستان کې خبریالان له اوږدې مودې راهیسې په حملو کې په نښه شوي دي.

د خبریالانو د ژغورنې او د خبريالانو نورو نړيوالو ادارو پاکستان يو له هغو هېوادونو بللی چې د خبريالانو لپاره خوندي نه دي.

خاقان عباسي: د عمران خان په حکومت کې درغلي زیاته شوې

د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر شاهد خاقان عباسی خبري غونډه کوي: تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د درغلۍ بېساري کچې ته رسېدلی دی.

دغو ګوندونو دا خبرې تر هغه وروسته کړي چې د جنورۍ پر ۲۵مه د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړه چې پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پخوا پرتله درغلي پکې زياته شوې ده.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر شاهد خاقان عباسی د جنورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل: ((دا یوه قومی غمیزه ده. دا وړه خبره نه ده چې د حکومت څلور کاله په پوره کېدو دي، خو په کرپشن کې پرلپسې اضافه روانه ده. موږ چې په ۲۰۱۸ز کال کې حکومت پرېښی وو، دا نمبر ۱۱۷م وو.))

روڼتيا نړيوال سازمان پخپل راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۱ز کال په درجه بندۍ کې پاکستان ۱۴۰مې درجې ته رسېدلی دی چې زيات کرپشن ورڅخه څرګندېږي.

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري پرون په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د پاکستان درجه د مالي درغلیو له وجې نه بلکې د رياستي عملدارۍ او د قانون د حاکميت د کموالي له وجې شاته تللې ده.

لاهور کې یو خبریال حسین شاه په ډزو ووژل شو

د پاکستان نقشه

یو پاکستانی خبریال حسین شاه چې له یوه سیمه ییز ټېلیوېژن سره یې کار کاوه بېګاه شپه د پاکستان په لاهور ښار کې په ډزو ووژل شو.

پولیسو وویل، دوه وسله وال چې پر یوه موټر سایکل سپاره و، پر حسین شاه د لاهور پرېس کلب ته نژدې ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي صفدر رضا کاظمي وویل، په دې اړه چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی؟ څېړنه کوي.

تراوسه چا یا کومې ډلې د هغه د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.

د حسین شاه له وژل کېدو وروسته یو شمېر قهرجنو خبریالانو په لاهور کې لاریون وکړ، د هغه وژل یې وغندل او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان د خبریالانو ټولنې په ټول هېواد کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې خبریالان له ډېرې مودې راهیسې په حملو کې په نښه شوي.

دا هېواد د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې او د نړیوال معافیت انډېکس له خوا په نړۍ کې نهم هېواد بلل شوی چې په کې په منظم ډول خبریالان وژل کېږي او قاتلان یې ازاد ګرځي.

پاکستان کې کورونا وړجني بیا په زیاتېدو دي

حکومت ویلي، د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي

په پاکستان کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې هره ورځ د کورونا وايرس له۶،۰۰۰ څخه زيات مثبت کېسونه مخې ته راځي چې ورسره په هغه هېواد کې د وبا له پيل راهيسې د ټولو وړجنو کسانو شمېر ۱۳ لکه ۸۱ زره ته رسېدلی دی.

د کورونا وايرس په اړه حکومتي وبپاڼې د جنورۍ پر ۲۵مه ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې له ۶،۳۰۰ زياتې تازه پېښې ريکارډ شوي او له کوويډ-۱۹ ناروغۍ ۱۷ کسان مړه شوي هم دي، چې ورسره په هېواد کې له يادې ناروغۍ څخه د مړو شويو رسمي شمېر ۲۹،۱۲۲ ته رسېدلی دی.

د وېبپاڼې په وينا، په پاکستان کې تر ۱۲ لکه ۷۰ زره پورې کسان له کورونا وايرسه رغېدلي هم دي.

بلخوا په هغه هېواد کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنټر) پر وبپاڼه ليکلي چې د جنورۍ تر ۲۵مې په ټول هېواد کې شاوخوا اته کروړه کسان بشپړ واکسين شوي دي.

د افغانستان پر حالاتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جنورۍ پر ۲۶مه د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د جنورۍ پر ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه به د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ نیمې بجې پیل شي.

یوناما ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرېش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ به هم د امنیت شورا دې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

ناروې چې د افغانستان په اړه د یکشنبې له ورځې راهیسې د درې ورځنۍ غونډې کوربه دی، په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت یوپلاوی، د لویدیځو هېوادونو استازي او د ښځو په ګډون د افغاني ټولنې مختلف قشرونه وربلل شوي دي.

کرکټ: افغان لوبډلې بیا هالینډ ته ماتې ورکړه

د کرکټ افغانه لوبډله - انځور له ارشیفه

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د یکشنبې پر ورځ د هالیند له ټیمه په دویم ځل هم لوبه وګټله او نړیوال جام ته د تللو لپاره یې سکور ۲۰ ته ورسېد.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په اړه مشال راډیو ته وویل، "د کرکټ ملي ټیم نېدرلینډز (هالینډ) ته د دوو پرله پسې ماتې ورکولو سره د دې لوبو جام وګاټه. دا لوبې خورا مهمې دي ځکه له همدې لوبو څخه ټیمونه کولای شي نېغ په نېغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي. له نېدرلینډز سره د افغانستان د ملي ټيم راتلونکې او وروستۍ لوبه د جنورۍ پر ۲۵مه ترسره کېږي."

د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د لارې موندنې امتیازي لوبې د افغانستان او هالینډ ترمينځ د قطر په پلازمېنې دوحې کې روانې دي.

د جنورۍ ۲۳مې په لوبه کې افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۷ منډې وکړې او سیال ټيم یې په ۱۸۹ منډو اوټ کړ.

د افغانستان لپاره په دې لوبه کې رحمان الله ګربز سلیزه ووهله، کپتان حشمت الله شهیدي ۵۰ منډې وکړې او په بالنګ کې مجیب الرحمان ۴ وېکټې واخیستې.

د خیبر پښتونخوا ۱۹ ضلعو کې د ګوزڼ واکسیني بهیر پیل شو

یوه روغتیاپاله په پېښور کې یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، "په کلک امنیت" کې یې د صوبې په ۱۹ ضلعو کې د ګوزڼ اووه ورځنی کیمپېن پیل کړی دی.

د صوبې چیف سېکرټر ډاکتر شهزاد خان بنګښ د جنورۍ پر ۲۴مه په پېښور کې د کیمپېن پیلولو پرمهال وویل چې تر ۳۴ لکه زیاتو ماشومانو ته به د پولیو څاڅکي ورکوي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۷مه د صوبې په شپږو ضلعو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو بهیر پیل شوی وو.

د پولیو د کنټرول اداره وايي، په بنو او ټانک کې یې د ناروغۍ د وایرس تر موندلو وروسته د واکسیني بهیر پیلولو پرېکړه وکړه.

د واکسیني کیمپېن په لومړي پړاو کې د خیبر پښتونخوا بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان شامل ول.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په روان بهیر کې تر ۱۴،۰۰۰ زیات روغتیاپالان کور په کور ګرځي او ماشومان واکسینوي. د بنګښ په وینا، روغتیاپالان به د بسونو په اډو او د روغتیا په مرکزونو کې هم ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.

دی زیاتوي، د روغتیاپالانو د امنیت لپاره یې تر ۲۲،۰۰۰ زیات پولیس سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

په پاکستان کې د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره کارکوونکې اداره (اېنډ پولیو اېن پاکستان) وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې په ټول هېواد کې د ناروغۍ یوه پېښه ثبت شوې وه. د هغې ادارې په خبره، وایرس په بلوچستان کې یو ماشوم معذوره کړی وو.

د ادارې په وینا، په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې د پولیو کیمپېنونو پرمهال په وسله والو بریدونو کې لسګونه روغتیاپالان او پولیسان وژل شوي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس او ناروغي لا هم موجوده ده.

د خیبر میدانک غره کې په واورو کې ګېر ۱۱ ماشومان وژغورل شول

د پاکستان په یوشمېر سیمو کې په جنورۍ کې بارانونه او واوره وشوه - انځور له ارشیفه

د خیبر انتظامیه وايي، په میدانک غره کې یې په واورو کې ګېر ۱۱ ماشومان ژغورلي دي.

د خیبر د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند مقصود عالم د جنورۍ پر ۲۳مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ماخوستن مهال یې د پولیسو په مرسته ماشومان وژغورل او خپلو کورنیو ته یې وسپارل.

دی وايي، د ټولو ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی. د عالم په وینا، په ماشومانو کې یې څلور له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي دي پاتې یې تر ۱۰ کلونو پورې عمر لري.

د ده په خبره، ماشومان په چکر غره ته تللي ول خو هلته د موسم خرابوالي او لړې له وجې ورڅخه لار ورکه شوه او په واوره کې بند پاتې شول.

عالم زیاتوي چې ماشومانو پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره کړه او د مرستې غوښتنه یې وکړه چې تر هغې وروسته پولیس او د ژغورنې ادارې کارکوونکي ورغلل.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې چارواکي‌ وايي چې په صوبه کې د بارانونو روانې څپې لږ تر لږه اووه کسان وژلي او په لسګونو کورونو ته یې زیان اړولی دی.

د سرکاري امدادي ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال فیضي د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د بارانونو له امله له ۱۵ زیات کسان ژوبل شوي هم دي. د هغه په وينا، تر ټولو ډېر زیان په شانګله کې خلکو ته اوښتی. "اوسنيو بارانونو په خیبر پښتونخوا کې اووه کسان وژلي دي. له ۱۵ څخه ډېر ژوبل دي. تر ټولو لويه پېښه په شانګله کې د [کمر نړېدو] وه چې خلک یې لاندې کړي ول."

فیضي زیاتوي، د شانګلې د پېښې له ځایه یې پینځه مړي او څلور ژوبل کسان راایستلي ول.

د خيبر پښتونخوا حکومت وار له مخه خبرداری ورکړی وو چې بارانونه په غرنيو سيمو کې ويجاړی رامنځته کولی شي.

د موسمياتو محکمې ويلي ول چې د جنورۍ تر ۲۴مې پورې په ځينو ځايونو کې د ‌ډېرې واورې کېدو امکان دی.

په هرات کې چاودنې ۷ کسان وژلي دي

چاودنه پر يو مسافر وړونکي موټر شوې ده

د افغانستان په هرات ښار کې یوې چاودنې ۷ ولسي وګړي وژلي او لس نور یې ټپي کړي دي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو یوه مشر ثابت هروي د جنورۍ په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې چاودنه ماښام مهال پر یوه مسافر وړونکي موټر د مقناطیسي بم په وسیله شوې ده.

د دې ولايت د سیمه ییز روغتون چارواکو مشال راډيو ته ويلي‌چې دوی ته ۷ مړي او نهه ژوبل کسان وروړل شوي دي. دا چاودنه په حاجي عباس محله کې شوې چې تر ډېره پکې شيعه ګان مېشته دي.

د روغتون یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې په وژل شویو کې ۴ ښځې او ۳ نارینه دي. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

په قزاقستان کې۴۰۰ کسان بنديان شوي دي

قزاقستان: امنيتي ځواکونه لا هم په ځينو ښارونو کې ګزمې کوي

د قزاقستان چارواکي وايي تر څلور سوه زیات کسان د ترهګرۍ او ولسي ګډوډۍ رامنځ ته کولو په تور بندیان دي.

د دې هیواد د لوی څارنوال د دفتر ویاند د جنورۍ په ۲۲مه ویلي چې شاوخوا پنځه سوه نور کسان په لږ جدي تورونو، لکه غلاوې، ګډوډ چلند او د وسلو پر ښودلو بندي دي.

یو شمېر خلاص شویو بندیانو تور پورې کړی چې دوی د بند پر مهال ځورول شوي وو.

دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ میاشتې په پیل کې د روس په مشرۍ ځواک د دې لپاره قزاقستان ته ور وبلل شو چې د ولسي ناارامۍ مخه ونیسي. دا نا ارامي لومړی د تېلو په قېمتونو کې د زیاتوالي له کبله له راپورته شوي احتجاجه پیل شوې وه.

په کوهاټ کې چاودنې ۴ کسان وژلي

د کوهاټ نقشه

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په پخوانۍ قبايلي سيمه جواکي کې چاودنې څلور تنه وژلي دي.

د کوهاټ پولیسو د جنورۍ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې دا چاودنه د جنورۍ ۲۲مې په ماښام په ګلوتنګ سیمه کې د شپونکیو په يوې جونګړې کې شوې ده.

د پولیس په وینا، دې شپونکیو مارټر توغندی میندلی وو او هغه یې کور ته راوړی وو چې له کبله یې چاودنه شوې ده. د دوی په وینا، وژل شوي کسان د مانسهرې دي.

شانګله: د کمر نړېدو له وجې شپږ کسان مړه او ژوبل

په عین حال کې درې کسان لا ورک دي او د ملبې لاندې دي چې ژغورنکي ادارې یې د راویستو هڅې کوي.

د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، د سوات د شانګلې ضلعې د مټه خان تحصیل په الپورۍ کې د کمر نړېدو له کبله د درو کورونو راپرېوتو پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

د شانګلې د بيړنيو حالاتو ادارې، ريسکيو۱۱۲۲ د جنورۍ پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د جنورۍ پر ۲۱مه، ماښام په رامنځ ته شوې پېښه کې د درو ښځو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي هم دي.

په عین حال کې درې کسان لا ورک دي او د ملبې لاندې دي چې ژغورنکي ادارې یې د راویستو هڅې کوي.

د جنورۍ پر ۲۱مه، ماښام د بارانونو او واورې ورېدو له وجې په کوزه الپورۍ کې پر درو کورونو کمر راپریوتی.

چارواکي وايي چې د کمر په نړېدو سره د شانګلې او بیشام مرکزي سړک هم بند دی او د خلاصولو کوششونه یې روان دي.

بلېنکن: مسکو دې د خپل نفوذ په کارولو ایران د خبرو مېز ته راولي

بلېنکین پر روسیې ټينګار وکړ چې پر ايران د خپل نفوذ په کارولو سره د تهران مشرتابه ژر د خبرو مېز ته راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د جنورۍ پر ۲۱مه په کتنه کې یې د ایران اټومي موافقې د راژوندي کولو په هدف پر نړیوالو هڅو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې باب د وخت تېرېدو او د مذاکراتو يوې بريالۍ نتيجې ته د نه رسېدو په اړه اندېښنې دي.

بلېنکین د جنورۍ پر ۲۱مه په جنیوا کې له لاوروف سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې موافقې د راژوندي کولو لپاره سفارتي هڅې یو مثال دی چې ګواکې واشنګټن او مسکو کولای شي پر امنیتي مسایلو په ګډه کار وکړي.

بلېنکن خپل خبرداری تکرار کړ چې د موافقې د ژغورلو او یوې بريالۍ نتیجې ته د رسېدو لپاره د مذاکراتو یوه ډېره لنډ مهاله موقع پاته ده.

نوموړي پر روسیې ټينګار وکړ چې پر ايران د خپل نفوذ په کارولو سره دې د تهران مشرتابه ژر د خبرو مېز ته راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې امريکا له دې تړونه ووېسته او ویې ویل چې خبرو ته اړتيا ده او له سره بيا پرې خبرې وشي. د دې ترڅنګ پر ايران يې بنديزونه لګول هم پيل کړل.

ايران د دې په ځواب کې د يورانیمو غني کولو سره له دغه تړونه سرغړونه پیل کړه. وروسته د هغه موافقې د خوندي ساتلو لپاره کوښښونه روان دي.

د طالبانو یو پلاوی پر بشري مرستو د بحث لپاره ناروې ته سفر کوي

بیان زیاتوي چې دا پلاوی به د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او د بشري حقونو له دفاع کوونکو سره هم وویني. انځور- ارشیف

ټاکل شوې ده چې د طالبانو یو پلاوی پر بشري مرستو د بحث لپاره ناروې ته سفر وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه ویلي چې طالب پلاوی به په درې ورځني سفر کې په افغانستان کې د بشري ناورین پر مخنیوي خبرې وکړي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د طالبانو دې پلاوي ته دوی بلنه ورکړې چې د جنورۍ له ۲۳مې تر ۲۵مې په اوسلو کې د ناروې او یو شمېر نورو اتحادي هیوادونو له چارواکو سره وویني.

په بیان کې د هیوادونو نومونه نه دي یاد شوي خو د ناروې د ( وي جې ) په نامه ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې په دې هیوادونو کې بریتانیا، فرانس، جرمني، اټالیا، امریکا او اروپايي ټولنه هم شامل دي.

بیان زیاتوي چې دا پلاوی به د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او د بشري حقونو له دفاع کوونکو سره هم وویني.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ملاقاتونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۷۶۷۸ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې د پېښو رسمي شمېر له دیارلس نیم لکه اوښتی دی.

د کورونا وایرس په اړه حکومتي ووبپاڼې د جنورۍ پر ۲۱مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۲۳ کسان مړه شوي دي.

له دې سره په هغه هېواد کې له ناروغۍ څخه د مړو شویو رسمي شمېر تر ۲۹۰۰۰ لوړ شوی دی. ووبپاڼه زیاتوي چې د جنورۍ تر ۲۱مې تر ۱۲ لکه او ۶۶۰۰۰ زیات کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

د جنورۍ له لومړۍ اوونۍ راهیسې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري د جنورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د هېواد په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې له وجې پېښې په زیاتېدو دي.

د روغتیا ملي مرکز (اېن ای اېچ) د ډېسېمبر په پای کې په هغه هېواد کې د اومېکرون لسګونه پېښې تایید کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي.

د کورونا وایرس دا نوې بڼه لومړۍ د تېر کال په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه.

خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ټاکنو د دوهم پړاو نېټه د مارچ ۲۸مه اعلان شوه

د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د ډېسېمبر پر ۱۹مه وشول. انځور- ارشیف

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو د دویم پړاو نېټه اعلان کړې ده.

کمېشن د جنورۍ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې د مارچ پر ۲۷مه به د څلورو قبایلي سیمو په ګډون به په پاتې ضلعو کې انتخابات وکړي.

د جنورۍ په ۲۱مه د خیبر پښتونخوا صوبې د الیکشن کمیشن ترجمان سهیل احمد مشال ریډیو ته وويل، دا اتلس ضلعې دي، چې پکې کمیشن د انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی دی،

نوموړی وايي، دغه انتخابات د کلیو او چم ګاونډ د کونسلونو علاوه د تحصیل کونسل لپاره دي، چې د اورکزو، کرمې، شمالي او جنوبی وزیرستان نه علاوه به په ایبټ آباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، کوهستان بره، کوهستان لاندې، کولي پالس کوهستان، سوات، ملاکنډ، شانګله، لاندې دیر، بره دیر، بره چترال او لاندې چترال کې به دغه انتخابات کیږی. دی زیاتوي چې د صوبې خلک به د ښاروالیو، تحصیلونو، کلیو او چم ګاونډ د شوراګانو ترڅنګ د ښځو، ځوانانو او لږکیو څوکیو لپاره خپل استازي ټاکي.

د الیکشن کمیشن ترجمان سهیل احمد وايي، نوماندان به د فبرورۍ له اوومې څخه تر ۱۱مې پورې خپل اسناد جمع کوي چې تر هغې وروسته به یې د کاغذونو د ارزونې بهیر پیلېږي. د ده په خبره ، د امېدوارانو وروستی نوملړ به د فبرورۍ پر ۲۵مه خپروي او بیا به ورته انتخاباتي نښې ورکوي.

د اورکزو ماموزو د سیمی اوسېدونکي او په راروان بلدیاتي انتخاباتو کې د ازاد کاندید په حیثیت برخه اخیستونکي رحمت جانان مشال ریډیو ته د جنورۍ پر ۲۱مه وویل، د دوی سیمې ډېر پسمانده پاتې شوې دي، هر څوک چې منتخب شي، باید په سیمه کې د ترقۍ کارونه وکړي.

''هغه سهولتونه چې په پېښور، کوهاټ یا نورو بندوبستي ضلعو کې دي، هغه موږ نه لرو، زموږ په اورکزو کې او په خاصه توګه اپر تحصیل لا هم ړنګ پروت دی، بله دا چی زموږه مسئلې په یوه ورځ هوارېږی هم نه، خو دا ترتیب به په کراره کراره جوړېږی، په هغه کې سړکونه او هسپتالونه دي.))​

له کرمې څخه د جمیعت علما اسلام (ف) غړی احسان الله احسان وایي، دوی بلدیاتي انتخاباتو ته ډېر انتظار کړی، خو وایي، اوس خوشاله دی، چی دغه ارمان به یې پوره شي. احسان الله احسان وایی، دی به د تحصیل چیېرمین لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کوي.

''زموږ خلک چې تر څو خپلواکه شوي نه وي، نو هېڅ ترقي به و نه کړي او بنیادي مسئلې به هوارې نه شي، نو دې بلدیاتي نظام کې به دا ښه وي، چې خلک به پخپله را اوچت شي، او خپلې مسئلې به پخپله هواروي.))​

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو او ټاکل شوې وه چې دویمه مرحله یې د جنورۍ په نیمايي کې وشي، خو کمېشن د یخنۍ له وجې ټاکنې تر پسرلي وځنډولې.

اروپايي ټولنې کابل کې خپل سفارت پرانیست 

د اروپايي ټولنې بیرغ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزارت په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانیستو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې د اروپايي ټولنې له استازو سره له پرله پسې لیدنو کتنو او تفاهم وروسته دې ټولنې په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت په رسمي توګه پرانیست او عملي کار یې پکې پیل کړ.

باختر دولتي خبري اژانس هم په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانېستو خبر تایید کړی دی.

که څه هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پر رسمي ټویټر په دې اړه څه نه دي ویل شوي او نړیوالو خبري اژانسونو هم تراوسه دا خبر نه دی ورکړی، خو د اروپايي ټولنې استازو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په اکتوبر میاشت کې ویلي ول چې په کابل کې د دې ټولنې د ګډې استازولۍ د پرانېستو په اړه غور کوي.

تر ۱۹ کلنۍ کشرې افغان کرکټ لوبډلې خپله سیالي پاکستان ته وبایلله

افغان کرکټ لوبډله

تر ۱۹ کلنۍ کشرې افغان کرکټ لوبډلې د جنورۍ پر ۲۱مه د یو- ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې خپله دوهمه سیالي پاکستان ته وبایلله.

لوبه پاکستان پیل کړه، په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۳۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې پينځوس اوورونه پوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د دې لوبو په لړۍ کې د سېشنبې په ورځ پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او درېیمه لوبه به یې د جنورۍ پر ۲۲مه له زیمبابوې سره وي.

د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنوري پر څوارلسمه پیل شو او د فبروري تر پینځمې دوام کوي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران نن په جنیوا کې سره ویني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلېنکن له خپل روسي سیال سیرګې لاوروف په سټاکهولم کې د غونډې پر مهال: ۲۰۲۱، ۲ ډیسېمبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلېنکن به نن په جنېوا کې له خپل روسي سیال سیرګې لاوروف سره لیده کاته کوي.

دا ملاقات د تاوتریخوالي کمولو لپاره په دې ډېر مهم ګڼل کېږي چې د سختو نتیجو پر خبرداري سربېره داسې اندېښنې دي چې ګواکې روس به پر اوکراین یرغل وکړي.

انتوني بلېنکن جنیوا ته تر تګ وړاندې ویلي چې دی له دې خبرو اترو د بریا تمه نه لري.

د ده په وینا، د دې جاج اخلي چې دوی دا مهال چېرته ولاړ دي او د دې مشکلاتو هواري لپاره څه سفارتي لارې خپلولای شي.

انتوني بلېنکن د جنورۍ پر ۲۰مه په برلن کې د جرمني (زیډ ډي ایف ) ټېلیویژن ته په مرکه کې وویل چې روس د ډپلوماسۍ او خبرو اترو یا هم د اختلاف او پایلو لاره خپلولای شي.

ملګري ملتونه: د افغان ښځو بېروزګاري ۱۶سلنه زیاته شوې

د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې سږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي. انځور- ارشیف

د ملګروملتونو د کار نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د افغان ښځو بېروزګاري په سلو کې ۱۶ زیاته شوې ده.

د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې سږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.

کار نړیوالې ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې نېږدې پينځه سوه زره کاري موقع (فرصتونه) له لاسه وتلي او اټکل کېږي چې سږکال تر نیمايي پورې به ۹ لکه نور کاري فرصتونه له منځه لاړ شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې له کاره منع شوې او په دې هېواد کې اقتصادي او بشري بحران پراخ شو.

نن د افغانستان - پاکستان تر ۱۹ کلنۍ کشرې کرکټ لوبډلو لوبه ده

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله

د جنورۍ پر ۲۰مه د ۱۹ کلنو څخه کمر عمره لوبغاړو په ۵۰ اوریز نړيوال کرکټ کپ کې افغانستان له پاکستان سره سیالي لري.

دا لوبه په ويسټ انډيز کې کېږي او د پېښور په وخت به ماښام شپږ بجې پیل شي.

په دې ټورنمنټ کې په خپل لومړي مېچ کې پاکستان زمبابوې او افغانستان پاپوا نيوګېني ته ماتې ورکړې وه.

تر نړیوال جام مخکې د پاکستان تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې په اسیايي جام کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

نور وښیئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG