د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ټول طالبان دې د افغان سولې بهیر ته غاړه کېږدي"


کابل: د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازیو څلوراړخیزه غونډه
کابل: د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازیو څلوراړخیزه غونډه

"هغوی چې د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي د سوله ییز افغانستان پلویان نه دي او هدف یې جګړې او ورانونه ده."

کابل: د افغانستان سولې لپار د دویم پړاو څلوراړخیزه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازیو برخه واخیسته.

غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وینا وکړه او وسله وال طالبان یې د سولې خبرو ته راوبلل.

ښاغلي رباني وویل، هغوی چې د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي د سوله ییز افغانستان پلویان نه دي او هدف یې جګړې او ورانونه ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان ولس او افغان حکومت پیغام ته په هرکلي ویلو سره باید د سولې په خبرو کې برخه واخلي او خپلې ستونزې له سیاسي لارې هوارې کړي.

د ښاغلي رباني په وینا دغه ډله کسان به د افغانستان د خلکو په ذهنونو کې هم انزوا ته شي:

"له دغه فرصته په استفادې سره غواړم د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د طالبانو ټولو ډلو ته بلنه ورکړم چې رموږ د سولې پیغام ومني، د خبرو مېز ته کېني چې خپل ټول اختلافات له سیاسي لارې حل کړو."

د بهرنیو چارو وزیر دغه شان د پاکستان له حکومته د افغانستان د سولې د لومړي پړاو څلور اړخیزې غونډې د کوربه توب او په دې برخه کې د دغه هېواد د قوي ژمنې او ملاتړ مننه وکړه.

د یادونې ده چې د افغانستان سولې په اړه لومړی پړاو څلور اړخېزه غونډه تېره اوونۍ په اسلام اباد کې جوړه شوه چې پکې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو برخه اخیستې وه.

تردې دمخه هم په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو د استازیو ترمنځ د خبرو مخاخ یوه غونډه جوړه شوې وه چې نور پړاونه یې بیا د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپرېدلو وروسته کنګل شول.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان هم دغه غونډې ته هیله من دي خو وايي، دا معلومه نه ده چې دا غونډه به تر کومه مثبته نتیجه ولري.

د سیاسي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر زیاته کړه:

"موږ خو، پخوا هم هیلې درلودلې خو دغه هیلو مثبت پای نه درلودو، اوس هم موږه هیله لرو خو له یو شک سره، دا چې دغه هیله ترسره کېږي که نه ترسره کېږي دا باید عملي اقدامات وښيي."

په کابل کې د افغانستان د سولې په اړه دوهم پړاو څلوراړخیزه غونده که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني تر وینا ورسته ور تړلې اعلان شوه خو د ډېرېوو باور دا دی چې د تړلو دروازو تر شا دا خبرې به د افغانستان د سولې په لور د افغانستان د خلکو زړونو ته د هیلو دروازه پرانیزي.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG