د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت څلور اړخیزې غونډې ته هیله من دی


افغان حکومت هیله من دی چې په څلور اړخیزه غونډه کې د سولې د خبرو په اړه بشيړ وضاحت تر لاسه شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د سبا په غونډه کې باید دا موضوع څرګنده شي چې افغان حګومت له چاسره، کله، چېرې او څه وخت خبرې کوي.

ده وویل ، د افغانستان حکومت توقع لري چې د دغو غونډو به پایله کې بلاخره د سولې خبرې د مخالفو ډلو له مسوولو اشخاصو سره پیل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخېزې ناستې دوهم پړاو غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه څلور اړخیزې غونډې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې هیله ښودلې چې دغه ناستې په افغانستان کې د تل باتې سولې لامل وګرځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG