د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین وايي، که اسد ورځي پناه به ورکړي


د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین ويلي، که چېرې بشار الاسد خپل هېواد پرېښودو ته اړ شو نو روس پناه ورکولای شي. پوتین دا خبره نن سېشنبه د يوې مرکې پر مهال وکړه او ویې ويل، د امريکا ملي امنيت کارکوونکي اېډورډ سنوډن ته پناه ورکول په باوري توګه ګران کار و خو د هغه په پرتله اسد ته پناه ورکول اسانه خبره ده.

نوموړي د جرمني بِلډ ورځپاڼې ته د مرکې ورکولو پر مهال زياته کړه، دا ويل تر وخت مخکې خبره ده چې روس به اسد ته د شام لپاره د هغه نوي انتقالي حکومت په ترڅ کې پناه ورکوي چې پروسږ کال يې په دې کړکېچ کې د ښکيلو لوريو لخوا د امن لوظنامې په بڼه منظوري ورکړل شوې وه.

پوتین وويل، لومړی به د شام ولس په انتخاباتو کې برخه اخلي او که چيرې اسد انتخابات بايلي او هېواد پرېښودل غواړي نو بيا به پرېکړه کوي. نوموړي دا ومنل، فکر کوي اسد د شام په کړکېچ کې ډېر غلط ګامونه پورته کړي دي خو دا کړکېچ به دومره نه وای لوی شوی که چيرې له بهره وسلې، پيسې او جګړه مار شام ته نه وای داخل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG