د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار : د یوې ښځې په ګډون ۳ وسله وال نیول شوي


د دوشنبې پر ورځ د پولیسو کشفي ارګان د خالص فامیلو په سیمه کې یوه ښځه او د هغه زوی د یوه نښلوونکي مین او یو میل تفنګچې سره نیولي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد مشال راډیو ته وویل: چې په عین حال کې یې د همدې ښځې ورور د بهسود ولسوالۍ اړوند د اډې اخوندزاده په سیمه کې د چاودونکو توکو سره نیولی دی.

شېرزاد وايي چې نیول شویو کسانو د داعش وسله والې ډلې سره تړاو درلود.

خو ازدادې سرچینې د نوموړي د دې دغوې پخلی نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG