د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ کې د هند پر قونسلګیرۍ برید، نهه تنه ژوبل


بلخ کې د هند پر قونسلګیرۍ برید، نهه تنه ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

بلخ کې د هند پر قونسلګیرۍ برید، نهه تنه ژوبل

څه باندې پنځه ساعته د حملې له پیله اوړي خو لا هم د سیمې څخه د سپکو او درنو وسلو د غږ سربېره د زورورو چاودنو غږ هم اورېدل کیږي.

د بلخ ولایت چارواکي وایي چې د هند پر قونسلګرۍ ډله ييز حمله لاهم روانه ده او تر اوسه یې نهه ټپيان روغتون ته لېږدولي دي.

د والي ویاند منیر احمد فرهاد رسنیو ته وویل چې په ټپیانو کې اووه افغان سرتېري او دوه ولسي کسان دي.

نوموړي وویل چې د حمله کوونکو شمېر شپږ تنه دي چې له یوه کوره د هند پر قونسلګرۍ ډزې کوي.

راپورنه وايي چې په پیل کې بریدګرو د هند قونسلګرۍ مخې ته یو څو زورورې چاودنې وکړې او له هغه پس یې د مزارشریف د څلورمې حوزې په څنډو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره وسله واله جګړه پیل کړه.

د بلخ امنیت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو بریدګرو د هند قونسلګرۍ ته څېرمه د جنبش حزب د یوه پیاوړي غړي سید نورالله سادات پر کور حمله کړې ده.

خو د بلخ سرپرست والي ویاند منیر احمد فرهاد رسنیو ته وویل، چې وسله وال لومړۍ د سید نورالله په کور کې ځای پرځای شوي او له هغه ځایه یې د هند پر قونسلګرۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې.

د بلخ ولایتي شورا مشر بیا وايي چې امنیتي چارواکي ورسره د پېښې په اړه دقیق معلومات نه شریک کوي او نوموړی هم دا حمله د سید نوالله په کور ګني.

هغه یې په اړه داسې وویل:

"وسله وال د سید نورالله په نامه د حزب جنبش د یوه غړي کورته ور ننوتي او له هغه ځایه د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي."

څه باندې پنځه ساعته د حملې له پیله اوړي خو لا هم د سیمې څخه د سپکو او درنو وسلو د غږ سربېره د زورورو چاودنو غږ هم اورېدل کیږي.

تر دمه د یادې پېښې مسوولیت د افغان دولت هېڅ یوې مخالفې ډلې نه دی منلی.

په داسې حال کې په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ وسله وال برید ترسره کیږي چې د هند د پنجاب په پټانکوټ کې د وسله والو له یوه ډله ییز بریده پس د ډيلي او اسلام اباد ترمنځ سیاسي اړیکې بیا کړکېچنې شوي دي.

د وروستیو مالوماتو له مخې نن د دوشنبې ورځ د هند هوايي اډې ته د ننوتیو وسله والو له ډلې دوه تنه لا هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د یادولو ده چې تر دې دمخه هم په کراتو کراتو د پاکستان هېواد پخوانیو چارواکو په وضاحت سره په افغانستان کې د افغان دولت له لوري د هند د ځینو ډپیلوماتیکو څانګو د بندولو غوښتنه مطرح کړې ده.

مجیب الرحمن حبیبزی

XS
SM
MD
LG