د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند د جګړو وروستی حال او د سولې پر خبرو يې اغېز


يو افغان پوليس په هلمند کې يو سړی تلاشي کوي.
يو افغان پوليس په هلمند کې يو سړی تلاشي کوي.

افغان چارواکي وايي په هلمند ولايت کې يې طالبان ځپلي او له سنګين ولسوالۍ يې په شا کړې دي. د دوی په خبره طالبان به پرينږدي د هلمند په شان حملو څخه د سولې د ممکنه راتلونکو مذاکراتو لپاره ګټه واخلي. په داسې حال کې چې دواړه خواوې د جنګ د ودرولو اراده نه لري نو آيا په داسې حال کې به سياسي روغه جوړه وشي؟

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د مخالفينو د ځپلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش نن مشال ريډيو ته وویل چې دغې ولسوالۍ ته ځانګړې ځواکونه رسیدلي دي. چارواکي همداراز وايي چې له تېرې يوې هفتې راهيسې روانو جګړو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسي خلکو پر ژوند د جګړو اغېز

د هلمند د سرښار لښکر ګاه اوسيدونکی، نثار احمدي وايي په سنګين، خانشين او ګرشک ولسواليوو کې سختو جګړو اولسي خلک ډير ځپلي دي.

((په زرګونو خلک د هلمند سرښار لښکرګاه او نورو ځايونو ته بې کوره شوي دي. دوی په ډيره يخنۍ کې شپې ورځې تيروي او پوره خوراک هم نه لري. که مرکزي حکومت پام ونه کړي، حالات تر دې هم خرابيدلی شی.))

جاويد فیصل
جاويد فیصل

د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل پرون ازادۍ ريډيو ته ويلي وو چې که جګړه کنټرول نه شي نو پاکستان او ايران سره پر پوله پروت دا ولايت به د طالبانو لاس ته ورشي.

خو د افغانستان د اجرايه رييس يا CEO عبدالله عبدالله يو وياند، جاويد فيصل پرون مشال ريډيو ته وويل چې دغه کار امکان نه لري. نوموړي زياته کړه چې پرون يې خانشين ولسوالي له طالبانو پاکه کړه او په سنګين ولسوالۍ کې د ځينو سيمو کنټرول تر لاسه کولو لپاره هم د افغان ځواکونو عمليات دوام لري.

د سولې ممکنه خبرې او روانې جګړې

جاويد فیصل وويل چې طالب وسله وال د سختو بريدونو په کولو سره غواړي د سولې ممکنه راتلونکو خبرو لپاره بر لاس ولري.

خو نوموړی زياتوي: ((موږ د سولې مذاکرات غواړو. ورته هيله من يو خو زموږ ځواکونه به پرينږدي چې طالبان کوم امتياز واخلي او د سولې خبرو کې د ځان په ګټه وکاروي.))

طالبانو له جګړو څخه د سولې د مذاکراتو لپاره امتياز اخيستل غواړي. که اوربند ونه شي نو د سولې خبرې به بې مانا وي

لنډه موده وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته ورغلی وو او د چارواکو په خبره يې هلته د پاکستاني چارواکو سره پر نورو موضوعاتو سربېره د طالبانو د مذاکراتو د بيا پيلولو په اړه هم خبرې کړي وي. معلومه نه ده چې د طالبانو سره به د افغان حکومت خبرې کله پيل شي خو جاويد فیصل وايي که اوربند ونه شي نو مذاکرات به ګټه ونه لري.

هغه زياتوي: ((پخوا مو هم همدا توقع وه او اوس مو هم دا توقع ده چې طالبان او د طالبانو ملاتړ کوونکي افغانستان کې له وينې تويولو لاس واخلي. مذاکراتو او جګړې په يو مهال نه شي کیدلی نو پکار ده چې اوربند وشي.))

نو په داسې حال کې به د سولې خبرې څنګه بيا پيل شي؟ اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه، افراسياب خټک وايي چې اوربند بايد وشي خو د جنګ بندۍ لپاره لومړی خبرې ضروري دي چې د پاکستان نيزدي دوست چين پکې ښه رول لوبولی شي.

هغه وايي: ((اوربند به هله کيږي چې خبرې شروع شي. د خبرو د پيل او برياليتوب لپاره نړيوال ضمان بايد موجود وي. چين د پاکستان او افغانستان دواړو دوست هيواد دی او سيمه کې اقتصادي ګټې لري. کولی شي دې لړ کې مرسته وکړي.))

ياده دي وي چې افغان حکومت تل ويلي طالبان د پاکستان په واک کې دي خو اسلام اباد بيا وايي چې پر طالبانو ډير کنټرول نه لري، له جګړو يې نه شي منع کولی خو د خبرو ورته ويلی شي.

XS
SM
MD
LG