د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش ضد بمباریو کې عراقي پوځیان وژل شوي


د امریکا په مشرۍ کې د داعش وسله والې ډلې پر ضد د ایتلافي ځواکونو په هوایي برید کې، تیره ورځ لږ تر لږ لس عراقي پوځيان ووژل شول.

دا د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په جګړه کې لومړی ځل دی چې نړیوال ځواکونه داسې تیروتنه کوي.

د امریکا دفاع وزارت وویل، د دې سربیره چې د بریدونو پر مهال همغږي وي، خو بیا هم په یوې حملې کې عراقي عسکر وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي، په دې اړه به تحقیقات وکړي. دفاع وزارت په ورته وخت کې د عراقي عسکرو پر مړینه خواشیني څرګنده کړه خو په ورته وخت کې یې وویل، چې دا برید د عراقي ځواکونو په غوښتنه ترسره شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG