د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م په ایران کې د بشري حقونو سرغړونه وغندله


په ایران کې په جرمونو ککړ زندۍ کول اوس یو دود ګرځېدلی
په ایران کې په جرمونو ککړ زندۍ کول اوس یو دود ګرځېدلی

د ملګرو ملتونو عمومي شورا بېګا یو قرارداد منظور کړ چې پکې په ایران کې د بشري حقونو پر سرغړونو انتقاد شوی.

د کاناډا له خوا په وړاندې کړل شوي پرېکړه لیک کې، په ایران کې د فعالانو، خبریالانو او حکومت مخالفانو ضد پر اقداماتو او د مرګ سزاګانو پر زیاتوالي ((زښته اندېښنه)) ښودل شوې ده.

د قرارداد په حق کې ۸۱ او په مخالفت کې یې ۳۷ هېوادونو رایه ورکړه او ۶۷ هېوادونو خپل ووټ و نه کاراوه.

په پرېکړه لیک کې البته د ښځو او نسلي لږکیو پر ضد د توپیرپالنې مخنیوي او د بیان ازادۍ زیاتولو په اړه د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنو هرکلی شوی دی.

ایران وویل، دا قرارداد پر تعصب ولاړ او ((د نه منلو وړ او ښکاره سیاسي اقدام)) دی.

دا پرېکړه لیک پر داسې وخت منظور شوی چې تهران له نړۍ سره د اړیکو ښه کولو هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG