د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پارلېماني استازي پر اصلاحاتو وغږول شول


د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د پاکستان حکومتي کمېټۍ غړی زاهد حامد وايي، د فاټا راتلونکي اییني او قانوني حیثیت په اړه یې د قبایلو له پارلېماني استازو سره مشورې بشپړې کړې دي.

نوموړي د زیارت په ورځ مشال راډیو ته وویل، د کمېټۍ غړي به اوس قبایلي سیمو ته ځي او هلته به پر اصلاحاتو خبرې اترې کوي.

زاهد حامد البته دا و نه ویل چې د کمېټۍ غړي به کله قبایلي سیمو ته ځي. هلته د پاکستان په پارلېمان کې د هغو سیمو استازي وايي، د کمېټۍ غړي باید د قبایلو د اوسنیو انتظامي چارواکو پر ځای له ولس سره خبرې وکړي او د اصلاحاتو په اړه د هغوی دریځ معلوم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG