د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د قبایلي سیمو لپاره د بشري حقونو غوښتنه وکړه


د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې په یو غونډه کې غوښتنه شوې ده چې په فاټا کې دې د نور پاکستان غوندې بلدیاتې ټاکنې وشي او ایف سي آر قانون دې ختم کړل شي.

دا غونډه د چارشنبې پر ورځ ناوخته په پېښور کې شوې ده چې پکې د سیمې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشرانو ګډون کړی وو.

دا په داسې وخت کې ده چې د قابلي سیمو د آییني حثیت بدلولو لپاره غوښتنې او هڅې توندې شوې دي.

ځینې ګوندونه او قبایلي مشران وايي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي او ځېني بیا د جلا صوبې یا کونسل غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG