د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ملا منصور ته منصوب غږیز پيغام خپور کړ


ملا اخترمنصور
ملا اخترمنصور

افغان طالبانو د یو غږیز پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې دا یې د مشر ملا اختر منصور غږ دی ، د چا په اړه چې د ژوبلیدو او یا هم وژل کېدو تاوده راپورونه خواره دي.

دوی وايي له دې غږیز پیغامه جوتیږي چې په پاکستان کې د نوموړي د ژوبلیدو یا وژل کېدو راپورونه بې بنسټه دي.

د ملا اختر منصور په اړه څو ورځې وړاندې راپورونه خپاره شول چې ګوندې دی د بلوچستان په کچلاخ سیمه کې د قوماندان عبدالله سرحدي په کور کې د یوې غونډې پرمهال د ډزو په ترڅ کې ژوبل شوی او یا هم وژل شوی دی. افغان حکومت هم پر ملا منصور شوی برید تایید کړی و. خو طالبانو هغه مهال ویلي وو دغه خبرونه ناسم دي او دوی به زر د خپل مشر د ژوند شواهد رسنیو ته وړاندې کړي.
غږیره پټه
غږیره پټه

اوس دوی د شپاړسو منټو یو غږیز پیغام خپور کړی چې ورکې یو تن چې ادعاکوي ملامنصور دی وايي دده د وضعیت په اړه دا ډول خبرونه ځکه خپاره شوي چې د طالبانو ترمنځ واټن پیدا کړل شي. دغه تن وايي ، دا ډول پېښه اصلا تر سره شوې نه ده او دا د ښمن پروپاګند دي.

په خپلواکه توګه دا پخلی تر اوسه نه دی شوی چې خپور شوی غږ رښتیا هم د ملا منصور دی او که نه ؟ ځیني طالب مشران وايي خپور شوی غږ د ملامنصور غږ ته ورته دی.

طالبان د خپلو مشرانو د مرګ ژوبلې د خبرونو د پټولو ماهر ګڼل کیږي. دوی د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر هم تر دوو کلونو پټ ساتلی و ، او په دې دوران کې به یې هغه ته منصوب پیغامونه هم وخت په وخت خپرول.

XS
SM
MD
LG