د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان ولسمشر ته د اسلام اباد د سفر رسمي بلنه ورکړې


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف افغان ولسمشر اشرف غني ته د اسلام اباد د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.

دا خبره په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيزبېګا مشال راډيو ته وکړه.

سرتاج عزیز وویل، وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر اشرف غني به په کډه د روانې میاشتې پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس پرانسته او کوربتوب کوي.

د افغانستان له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا ولسمشر اشرف غني به اسلام اباد ته ځي او که نه؟

دا له هغه وروسته ده چې نواز شریف او اشرف غني څو ورځې وړاندې د فرانس په پلازمېنه پېرس کې د یو نړیوال کنفرانس پر مهال لیده کاته وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG