د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې او اروپايي ټولنې اروپا ته د کډوالو مخنیوي موافقه وکړه


ترکیې او اروپايي ټولنې اروپا ته د کډوالو د څپې د مخنيوي لپاره پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه.

د دې موافقې له مخې ترکیه د سوريې له کډوالو سره د مرستې لپاره د درې اعشاریه دوه میلیارده یورو مرسته ترلاسه کوي او په مقابل کې به یې خپل سرحدونه ټینګوي او دا کډوال به په خپل قلمرو کې دننه ساتي.

اروپايي ټولنې همداراز منلې ده چې په دې ټولنه کې د ترکیې غړیتوب په اړه خبرې به بیا پیلوي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونالډ ټوسک پرون وویل، دا موافقه د اروپايي ټولنې په ګډو سرحدونو کې د نظم د پر وخت ټینګولو په مقصد یو واضح پلان ټاکي.

ټوسک په بروکسل کې د ترکیې له وزیراعظم احمد داود اوغلو سره په ګډ خبري کنفرانس کې همداراز زیاته کړه چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب معامله باید چټک پرمختګ وکړي.

داوداوغلو وویل چې د ترکیې غړیتوب به د اروپايي ټولنې لپاره یوه لویه شتمني وي او زیاته یې کړه، په دې سرمشریزه کې چې څلور ساعته وخت یې ونیو هیڅ راز مخالفت ونه لیدل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG