د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې ولسمشر د خپل روسي سیالي وروستۍ څرګندونې رد کړې


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ويلي دي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه خبرې د منلو وړ نه دي چې د جمعې پر ورځ یې د فرانسې له ولسمشر فرانسو اولاند سره په ماسکو کې تر لیدو وروسته وکړې.

پوتین د جمعې پر ورځ په کریملن کې د خبرو پر مهال په ترکیه تور پورې کړ چې هغه هيواد له قصده د دواړه هیوادونو اړیکې داسې حالاتو سره مخامخ کړي چې واپسي يې ممکن نه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د جمعې پر ورځ وویل چې د روسیې جنګي الوتکه یې له کسته ویشتلي.

اردغان د روسېي ولسمشر هغه تورونه هم رد کړل چې ګنې ترکيه له اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش سره د مرستو لپاره له هغوئ نه تيل اخلي. اردوغان وايي امریکا داسې شواهد او اسناد لري چې ښيي روسي کمپنۍ او اسلامي دولت وسله واله ډله د شام پر رژیم تیل خرڅوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG