د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د داعش پر ضد له نړیوال اېتلاف سره همکارۍ ته ژمن یو”


روسی ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، لا هم په شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د جنګېدو په برخه کې د امریکا په مشرۍ له اېتلاف سره همکارۍ ته ژمن دی.

تېره شپه په کرېملن کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره تر لیدو وروسته پوتین خبري غونډې ته وویل، دواړه هېوادونه د شام په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو پر زیاتولو سلا شوي دي.

په عین وخت کې پوتین وویل، د ترکیې له خوا د روسۍ جېټ الوتکې ویشتل د خیانت عمل وو ځکه چې روسیې هغه هېواد خپل ملګری باله.

اولاند وویل، دواړه هېوادونه سلا شوي چې یوازې د اسلامي دولت ډلې وسله وال او نورې سختدریځه ډلې به په نښه کوي.

غرب پر مسکو تور پورې کوي چې اکثر د شامي ولسمشر بشارالاسد پر ضد جنګېدونکي غرب پلوه یاغیان په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG