د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو ملت پالو ګوندونو مشران افغانستان ته ځي


اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزی
اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزی

د پښتنو ملت پالو ګوندونو مشران نن (پنجشنبه) په دوه ورځني سفر افغانستان ته ځي.

په دې پلاوي کې د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د قومي وطن پارټۍ د مشر افتاب احمد خان شېرپاو تر څنګ یو شمېر نور پښتانه مخکښان هم شامل دي.

کابل ته د پښتانه مشرتابه دا سفر په داسې حال کې دی چې په دې ورستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې لا پسې ترنګلې شوې دي.

افغان چارواکي وايي، پاکستان په افغانستان کې له وسله والو سره د مرستې له لارې هلته جګړې ته لمن وهي خو پاکستان یې نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG