د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د پاکستان ــ افغانستان اقتصادي کمیشن لسمه غونډه کېږي

د پاکستان افغانستان شريک اقتصادي کمبشن لسمه غونډه نن په اسلام اباد کې کیږي چې پکې پر دوه اړخیزه تجارت او اقتصادي چارو خبرې روانې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله د زیارت په ورځ د معمول یوې خبري غونډې ته ویلي دي، چې د کمیشن په ننۍ غونډه کې به د دواړو هېوادونو خزانې وزیرانو په ګډون لوړپوړي چارواکي برخه اخلي.

د نوموړي په وینا، د کمیشن په غونډه کې به د ټرانزیټ تجارت او سوداګرانو ته په ورپیښو ستونځو خبرې وشي.

See all News Updates of the Day

دوکۍ: د سکرو کان کې چاودنې درې کانکیندونکي وژلي

له کوټې ۱۵۰ سل کلومیټره لیرې شمال ختیځ لور ته په د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ ولسوالۍ کې بېګا شپه د سکرو په یوه کان له چاودنې درې کانکیندونکي وژل شوي دي.

يوه ځايي پوليس چارواکي ابرار حسين د جنورۍ پر ۲۱ مه مشال راډيو ته ويلي، پېښه بيګاه شوې ده. د ده په خبره، د چاودنې پر مهال په کان کې څلور کانکیندونکي ول چې پکې د يوه مړی را اېستل شوی او د نورو د را اېستلو لپاره هڅې روانې دي. هغه زياته کړه، د مرستو پر مهال دوه مرستندويان هم مړه شوي او ۱۴ بې هوشه شوي دي.

د بلوچستان سکرو په کانونو کې د کانکیندونکیو د وژل کېدو پېښې زياتې رامنځ ته کېږي چې لویه وجه یې د کانونو د ناسم خوندیتوب دی.

د لېنډزي ګراهم په مشرۍ امریکايي پلاوي له پاکستانیو چارواکو سره لیدلي

امریکايي سېنېټر لېنډزي ګراهم (له کېڼې خوا لومړی) له پلاوي سره اسلام اباد ته تللی

اسلام اباد ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايی، د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د سېنېټ د عدلیې د کمېټۍ مشر لېنډزي ګراهم او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي ترمنځ په لیدنه کې پر دوه اړخیزه معاملاتو، پر سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو او د افغانستان په چارو خبرې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له سېنېټر ګراهم سره په دې سفر کې یو پلاوی هم ملګری دی. دواړو خواوو د تجارتي اړیکو په غښتلي کولو هم خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د جنورۍ پر ۱۷مه اسلام اباد ته تللی وو او په دغه سفر کې یې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي او د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه سره کتلي وو.

ټاکل شوې چې ګراهم د جنورۍ پر ۲۰مه له وزیراعظم عمران خان سره هم وویني.

د پاکستان وزیراعظم د ساهیوال د وژنو پلټنو امر کړی

عمران خان وايي، د ساهیوال پېښې ټکان ورکړی دی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ساهیوال د وژنو د پېښې پلټنو امر کړی دی او ژمنه یې کړې چې د ککړو کسانو ضد به سمدستي کارروايي کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۰مه پر ټوېټر پاڼه په بیان کې ویلي دي چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه لاسته راوړنې لري، خو هېڅوک له قانونه پورته نه وي.

د جنورۍ پر ۱۹مه، د پنجاب پولیسو وویل چې د ترهګرۍ ضد څانګې کارکوونکو په ساهیوال کې په یوه نښته کې څلور مشکوک وسله وال وژلي چې پکې د یوې کورنۍ درې کسان شامل ول.

خو تر پېښې وروسته د هغې کورنۍ یوه ماشوم پر ټولنیزو رسنیو ویډیو خپره کړه چې پکې یې وویل چې پولیسو یې مور و پلار او خور وژلي چې وسله وال نه ول.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د پنجاب اعلا وزیر په امر، په مشکوکه پولیس مقابله کې ککړ کارکوونکي نیول شوي دي.

هلته ډان ورځپاڼه وايي چې په ساهیوال کې د وژل شویو کسانو کورنۍ د پېښې ضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم پر ټوېټر په بیان کې ژمنه کړې ده چې حکومت به د کورنۍ د پاتې ماشومانو پالنه کوي.

عمران خان ویلي دي چې د وژنو پېښې ټکان یا صدمه وررسولې ده.

د کانګرېس غړو د سفر مخه نيول غېرمسول حرکت دی: پېلوسي

د امریکا د استازو جرګې مشره نېنسي پېلوسي.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نېنسي پېلوسي ويلي، د ولسمشر ډولنډ ټرمپ له خوا افغانستان ته د کانګرس غړو د سفر مخه نیول یو غیر ذمه وارانه کار دی.

د مېرمن پېلوسي په وينا له دې سره په افغانستان کې د دوی لپاره وضعیت نور هم خطرناکه کېږي.

د ټرمپ ادارې د امریکا د کانګرېس پر غړيو بندیز ولګاوه چې د ځېنو حکومتي ادارو په ټپه درېدو پر مهال د حکومت په الوتکو کې سفر نشي کولای.

د سپينې ماڼۍ لخوا د بوديجې په اړه خپره شوې تګلاره کې راغلي، د کانګرېس غړي یوازي هغه مهال له حکومتي الوتکو ګټه اخيستلای شي چې سپينه ماڼۍ ورته اجازه ورکړي.

د جنورۍ پر ۱۷مه سپینې ماڼۍ د نېنسي پېلوسي مخه ونيوله چې افغانستان ته په رسمي سفر په پوځي الوتکه کې لاړه شي.

نن به د جنوبي پولې او ځېنو تړل شوو حکومتي ادارو په اړه لوی اعلان کوم: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] به د امریکا د حکومت د جزوي تړل کېدو او د هېواد پر جنوبي پوله د بشري بحران په اړه یو لوی اعلان کوي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، دا اعلان به د جنورۍ پر ۱۹مه د امریکا پر وخت ماسپښین درې بجې کوي، خو په دغه اړه يې نور معلومات نه دې ورکړي.

د امریکا حکومت له تېرو څلورو اوونیو راهيسې د ولسمشر ټرمپ او ډیموکراټ ګوند ترمنځ د مېکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال جوړولو پر معامله د اختلاف له کبله په جزوي توګه تړل شوی دی چې له کبله يې د مرکزي حکومت اته لکه کارکوونکي له خپلو تنخواګانو بې برخې دي.

ولسمشر ټرمپ د دغه دېوال لپاره له کانګرسه ۵.۷ اربه ډالره غواړي خو د استازو په جرګه کې د ډیموکراټ ګوند استازي يې ورسره نه مني.

مېکسيکو کې د تېلو نلليکې چاودېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي

په هيدالګو کې د تېلو نلليکې چاودېدو ځای

پراګ - په مېکسیکو کې د تیلو د يوې نلليکې چاودېدو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه پرون [د جنورۍ پر ۱۸] په هېدالګو ايالت کې رامنځ ته شوه. د دې صوبې ګورنر عمر فاياد وویل چې د مېکسیکو سیټي د شمال خوا ته په ۸۵ کیلومترۍ کې خلکو له نلليکې څخه تېل غلا کول چې چاودنه پکې وشوه.

نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۵۴ کسان چې سوځیدلي ول، درمنله يې شوې ده.

په دې چاودنه کې يو شمېر کسان ژوبل شوي ول. ځايي رسنۍ وايي، دغه وخت په سلګونه کسان د پېښې په ځای کې موجود ول چې په ستلونو [بالټيو] کې يې تېل وړل.

ټرمپ او کيم به دويم ځل ملاقات کوي

ټرمپ او کيم په لومړي ځل د ۲۰۱۸م کال په جون کې ملاقات کړی و

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان به د فبروري په وروستیو کې په دويم ځل ملاقات کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سېنډرز د جنورۍ پر ۱۸مه وويل چې د دې ملاقات ځای به وروسته اعلانوي.

سېنډرز دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا له جګپوړي مرکچي یونګ چول سره تر یو نیم ساعت پورې کوريايي ټاپووزمه له اېټمي وسلو پاکولو او د سرمشريزې په اړه خبرې وکړې. د شمالي کوريا جګپوړي چارواکي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره هم ملاقات کړی دی.

د امريکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کيم د تېر کال [۲۰۱۸م] په جون مياشت کې په لومړي ځل په سینګاپور کې غونډه کړې وه.

فېسبوک د روس دولتي وېبپاڼې سلګونه حسابونه تړلي

ټولنیزه رسنۍ فېسبوک.

ټولنیزې رسنۍ فېسبوک د روس د خبرونو له دولتي وېبپاڼې سپوټنیک سره تړاو لرونکې سلګونه پاڼې، ګروپونه او اکاونټونه له فېسبوک او انسټاګرامه لیري کړي دي.

فېسبوک وایي لیري کړل شویو پاڼو او اکاونټونو بې بنیاده خبرونه خپرول.

د فېسبوک د سایبر امنیتي تګلارې مشر نتانیل ګلیچر د جنورۍ پر۱۷مه لیکلي، لیري کړل شویو اکاونټونو او پاڼو غلط معلومات خپرول او د پاڼو او اکاونټونو ۳۶۴ چلوونکي د سپوټنیک مامورین ول.

سپونټیک د روس دولتي خبري وېبپاڼه ده.

د وېبپاڼې ارمینايي څانګې پر فېسبوک لیکلي دي چې د دوی د روسۍ ژبې پاڼه بنده شوې ده ځکه د روسيې خبرونه د لنډ وخت لپاره پر ارمینايي پاڼه خپروي خو ښایي ارمينايي پاڼه یې هم وتړل شي.

دوی پر خپلو کارونکو غږ کړی دی چې د ټیليګرام، ټویټر او نورو ټولینزو له لارې له دوی سره ملګري شي.

د امریکا استازو جرګې پر روسي شرکت د بندیزونو لرې کولو مخنیوي پرېکړه لیک منظور کړی

د امریکا د استازو جرګې یو پرېکړه لیک منظور کړی دی چې موخه یې له روسي کاروباري اولېګ دیرېپاسکا سره پر تړلو شرکتونو د بندیزونو لرې کولو مخه نیول دي.

د استازو جرګې د جنورۍ ۱۷مې اقدام یوازې علامتي دی او تر دې یوه ورځ مخکې په سېنېټ کې ورته اقدام ناکامه شوی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي پر هغو شرکتونو بندیزونه نن لرې کړي. د ډېموکراټانو اکثریت لرونکې جرګې ۳۶۲ غړو پرون د قرارداد په حق او ۵۳ یې په مخالفت کې رایې وکارولې.

تېره میاشت د امریکا د مالي چارو وزارت ویلي ول چې د دیرېپاسکا پر مهمو کاروبارونو بندیزونه ختموي.

په دې کې د المونییمو یو لوی شرکت روسال او دوه نورې کمپنۍ هم شاملې دي.

امریکا دا بندیزونه تېر کال په اپرېل کې لګولي ول چې له کبله یې د فلزاتو نړیوال بازار تاواني شو او په امریکا او اروپا کې یې کاروبارونه اغېزمن کړل.

روسال د نړۍ پر کچ د المونیمو جوړولو له تر ټولو لویو شرکتونو څخه یو دی.

امریکايي ولسمشر د استازو جرګې د مشرې د افغانستان سفر لغوه کړ

ټرمپ پلوسي ته لیکلي چې خپل سفر دې وځنډوي

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د جزوي بندش په یادولو، د کانګرس د استازو جرګې مشره نینسي پلوسي د افغانستان سفر لغوه کولو ته اړ کړې ده.

ټرمپ د جنورۍ پر ۱۷مه شپې ناوخته په یوه لیک کې پلوسي ته ویلي دي چې د هغې د کانګرس پلاوي د افغانستان سفر لپاره پوځي الوتکه نه ورکوي.

دا اقدام نوموړي پر داسې مهال کړی چې پلوسي او پلاوي یې د سفر تیاری کاوه.

ټاکل شوې وه چې د کانګرس دا پلاوی د بېلجییم برسلز کې دمه وکړي او بیا په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره وویني.

په خپل لیک کې ټرمپ پلوسي ته ویلي دي چې په داسې حال کې چې د بجټ پر سر د لانجې له کبله حکومت په جزوي توګه بند دی او شاوخوا "اته لاکه امریکايي حکومتي کارکوونکو تنخا نه ده تر لاسه کړې" دی "باوري دی چې هغه به د دې سفر ځنډولو ته تیاره شي."

ټرمپ دا هم ویلي دي چې کله د حکومت چارې بیا پیل شي، نو دی به د "هغې دا اووه ورځنی سفر بیا پلان کړي."

په لیک کې نوموړي پلوسي او د کانګرس نورو غړو ته ویلي چې که وغواړي نو د سفر بندوبست دې خپله وکړي او په مساپر وړونکې الوتکه کې دې ولاړ شي.

پلوسي د نوموړي د دې اقدام په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

په قبایلو کې د قانوني نظام نه شتون ګڼې ستونزې زېږولې دي: ګل ظفر خان

په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ استازي او د واکمن تحریک انصاف غړي ګل ظفر خان د قبایلي اصلاحاتو پر بهیر نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په هغو سیمو کې اوسمهال هېڅ قانوني نظام نه دی موجود.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه د اسمبلۍ په غونډه کې پر داسې مهال کړې ده چې د مومندو ځېنې اوسېدونکي او مشران وايي، د قانوني نظام نه شتون له کبله هلته شاوخوا ۱۵۰ مقدمې ځنډېدلې دي.

دې خلکو پرون مشال راډیو ته وویل چې له هغه وخت راهیسې چې د پېښور های کورټ د قبایلو لپاره حکومتي لنډمهاله قانون غیر اییني بللی، د قبایلي سیمو انتظامیې د قضیو د هواري واک نه لري.

پېښور های کورټ تېر کال د اکتوبر پر ۳۱مه په یوه فیصله کې وویل چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته باید هلته د پاکستان قوانین او عدالتي نظام وغځول شي.

عدالت په فیصله کې ویلي ول چې د نومبر تر پای وروسته په هغو سیمو کې نافذ لنډمهاله قانون غیر اییني دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ لري چې تر قبایلو د عدالتي او پولیسو نظام غځولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د دفاع وزیر پروېز خټک هم د قامي اسمبلۍ غړي ګل ظفر خان ته ډاډ ورکړ چې په قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ تر انتخاباتو وروسته به هلته زیاتره قانوني مسلې هوارې شي.

د پښتونخوا اعلا وزیر ډېره اسماعیل خان کې د صنعتي زونونو جوړولو اعلان وکړ

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر په ډېره اسماعیل خان کې د دوو صنعتي زونونو او د کرنیزو څېړنو مرکز پرانیستو اعلان کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د جنورۍ پر ۱۸مه لیکلي چې محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه، په پېښور کې په یوه غونډه کې چارواکو ته امر وکړ چې د ګومل زام ډیم اړوند د اوبه خور مسلې دې هم هوارې کړي.

دولتي راډیو وايي، وزیراعلا ژمنه وکړه چې په ډېره اسماعیل خان کې د څښلو پاکو اوبو ستونزې حلولو لپاره هم جامع پلان جوړوي.

په سرپل ولایت کې طالبانو ۴۰ کورنۍ د مېنو پرېښودو ته اړ کړي: چارواکي

د افغانستان د شمالي ولایت سرپل چارواکو تور پورې کړی دی چې وسله والو طالبانو د کوهستانات ولسوالۍ شاوخوا ۴۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې دي.

د والي ویاند ذبیح الله اماني د جنورۍ ۱۷مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، دا کورنۍ اوسمهال د تن له جامو پرته نور هېڅ نه لري.

دی وايي، طالبانو ځکه دا خلک مېنو پرېښودو ته اړ کړل چې د کورنیو غړي یې حکومتي کارکوونکي ول.

اماني وايي، وسله والو دې خلکو ته ویلي چې یا دې له حکومت سره کار پرېږدي او یا دې سیمه.

دی زیاتوي، حکومت بېځایه شوې کورنۍ د ولایت مرکز ته کډه کړي او ورته د مرستو رسولو هڅه کوي.

وسله والو طالبانو د اماني دې ادعاو په اړه لا څه نه دي ویلي.

زرداري وايي د عمران خان حکومت پېنځه کاله نشي پوره کولای

د پاکستان پیپلز ګوند مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري دعوه کړې چې ده چې د تحریک انصاف حکومت ښايي خپله پېنځه کلنۍ موده پوره نه کړای شي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه، د سیند په بدین ښار کې ولسي غونډې ته په وینا کې پر وفاقي حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې په هېواد کې ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي.

زرداري زیاته کړه:

(([د تحریک انصاف حکومت] له ولس سره هېڅ تعلق نه لري. دوی له ولسه نه دي راغلي او نه هم ولس ته د ورتګ [او د هغوی د غوښتنو اورېدو] اراده لري. زه نن درته وایم او ټول پاکستان دې یې واورئ چې [وزیراعظم] عمران خان به د واک پېنځه کاله پوره نه کړای شي.))

د پاکستان حکومت د زرداري د تازه څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ویلي چې اقتصادي ستونزې له تېرو حکومتونو ورته په میراث کې پاتې دي.

وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي چې د هېواد اقتصادي حالت سمولو هڅې کوي او د دې لپاره یې اقدامات کړي دي.

چارواکي وايي په غزني کې پراخه پوځي عملیات پیلوي

په غزني کې د افغان ځواکونو عملیات به په لنډ وخت کې پیل شي

د افغانستان په غزني ولایت چارواکي وايي، په لنډ وخت کې به په دې ولایت کې پراخه پوځي عملیات پیل شي.

د غزني والي وحید الله کلیمزي د جنورۍ پر۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې تازه له کابله ستون شوی او هلته ولسمشر اشرف غني په دې برخه کې ژمنه ورسره کړې ده.

هغه زياته کړه چې ولسمشر د امنیت ډاډ ورکړی چې هغه ولسوالي سقوط شوې دي، ځیني لویې لارې چې ناامنه دي او وسله وال طالبان هلته موجود دي په دې اړه به عملیات پيل شي.

کلیمزي دا و نه ویل چې عملیات به کله پیلېږي.

د غزني پکتیکا لویه لار وسله والو طالبانو په لاس کې ده او د غزني-کندهار لویې لارې ته هم هر وخت طالبان ورځي.

د دغه ولایت په ۱۸ولسوالیو کې د اکثرو امنیت ښه نه دی.

د برتانیې وزیراعظمې ټیریزا مې له پارلېمانه د باور رایه واخیسته

ټیریزا مې د نتیجې هرکلی کړی

د بریتانیا د وزيراعظمې ضد په پارلېمان کې د بې باورۍ اقدام ناکامه شوی دی.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۵مه د پارلېمان مطلق اکثریت له اروپایي ټولنې د هغې د وتلو پلان رد کړی وو.

د دې له کبله د اپوزيشن کارګرانو یا لېبر ګوند په پارلېمان کې د ټیریزا مې ضد بې باورۍ تحریک داخل کړ.

خو د جنورۍ ۱۶مې پر ماخوستن، د ټیریزا مې په حق کې ۳۲۵ او مخالفت کې يې ۳۰۶ غړو رایې ورکړې او هغه پر خپله دنده پاتې شوه.

نوموړې تر دې وروسته په وینا کې د نتیجې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې ایستلو هڅو ته دوام ورکوي.

له قانون سره سم، برتانیا باید د مارچ تر ۲۹مې له اروپايي ټولنې ووځي.

یو شمېر کتونکي فکر کوي چې ښایي مې له ټولنې څخه د وتلو نېټه وځنډوي او یا بیا پر دې موضوع ټولپوښتنه وکړي.

امریکا د ځمکې مدار ته د ایرانۍ سپوږمکۍ استولو هڅه غندلې

امریکا د ایران له لوري د ځمکې مدار ته د سپوږمکۍ لېږدولو هڅه غندلې او خبرداری یې کړی چې واشنګټن له نړیوالو ارزښتونو څخه د ایران د دې بشپړې سرغړونې پلوي نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو تر هغې څو ساعته وروسته بیان ورکړ چې ایران د جنورۍ پر ۱۵مه وویل، په یوه سپوږمکۍ یا سیټېلایټ سمبال راکټ یې له ځمکې خلا ته د استولو هڅه کړې چې ناکامه شوې.

د ایران دا هڅه او د امریکا سخت غبرګون په سیمه کې د ترینګلتیا زیاتېدو ته اشاره کوي.

واشنګټن غواړي پر تهران د اټومي او توغندیو پروګرامونو پر سر فشار زیات کړي.

د برتانیا پارلېمان د وزیراعظمې پلان رد کړ

ټیریزا مې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه وینا وکړه

له اروپايي ټولنې څخه د وتلو یا برېګزیټ په اړه د وزیراعظمې ټیریزا مې پلان یا طرحه د برتانیې پارلېمان په غوڅ اکثریت رد کړه.

د پارلېمان ۲۰۲ استازو د طرحې په حق او ۴۳۲ یې په مخالفت کې رایې ورکړې.

دا د برتانیې په پارلېماني تاریخ کې ستره ماتې بلل کېږي.

د جنورۍ پر ۱۵مه، تر دې بدلون وروسته د اپوزیشن مشر جېرمي کوربېن غوښتنه کړې ده چې وزیراعظمه مې دې له پارلېمانه یو ځل بیا د باور رایه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې نوموړې د جنورۍ پر۱۶مه له پارلېمانه د باور رایه وغواړي.

د ۲۰۱۶ز کال په جون کې په برتانیا کې له اروپایي ټولنې د وتلو په اړه ټولپوښتنه شوې وه چې خلکو په اکثریت د وتلو په حق کې رایې کارولې وې.

د کینیا پر هوټل په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

برید د پلازمېنې نایروبي په هغه سیمه کې شوی چې پکې بهرنیان اوسي او کار کوي

د کینیا چارواکي وايي، په پلازمېنه نایروبي کې پر یوه مجلل (پینځه ستوریز) هوټل د جنورۍ پر ۱۵مه په وسله وال برید کې د وژل شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی.

په وژلو کې ۱۱کینیايان، یو برتانیوی او یو امریکايی شامل دي.

د دې برید ذمه واري په القاعدې پورې ټړلې وسله والې ډلې الشباب منلې.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر فرید ماتیانجي ویلي چې اوس د هوټل ودانۍ د پوځیانو په کنټرول کې ده او لسګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي.

بریدګرو په هوټل کې ډزې کړي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د ۲۰۱۳ز کال په سېپټېمبر کې الشباب ډلې په نایروبي کې پر یوه لوی پلورنځای برید وکړ او تر درو ورځو یې خلک یرغمل کړي ول چې پکې ۶۷ کسان وژل شوي دي.

بريتانوی پارلېمان له اروپايي اتحاديې د وتلو پر وړانديز وروستۍ رايې ورکوي

د بریتانیا پارلېمان.

ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۱۵مه د بریتانیا پارلېمان برېګزيټ یا د حکومت هغه وړانديز ته رایې ورکړي چې له مخې یې دا هېواد له اروپايي اتحادیې وځي.

دا په ‌داسې حال کې ده چې وزيراعظمې تېريزا مې تر وروستۍ شېبې پورې د دې وړانديز د ملاتړ لپاره د رایو ترلاسه کولو هڅه وکړه.

د بریتانیا د عوامو په جرګه کې نننۍ رایې د هغو هڅو په لړ کې وروستۍ دي چې هدف‌یې د برېګزيټ بریالي کول دي خو زياتره سیاسي کارپوهان اټکل کوي چې ښايي دا هڅې ناکامې شي.

مېرمن مې د جنورۍ پر ۱۴مه خبرداری ورکړ چې که د عوامو جرګه دا وړانديز رد کړي، نو له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو پلان به زیانمن شي.

هغې زیاته کړه چې د دې طرحې رد به د بریتانیا د خلکو له رایې سره خیانت وي.

د روان ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۹مه هغه مهلت دی چې بریتانیا باید په رسمي توګه له اروپايي ټولنې ووځي.

که دا وړانديز نن رد شي، نو د برېګزېټ برخلیک به هم مبهم پاتې شي.

د کورمې په بازارونو کې د بجلۍ ميټرې لګول پېل شوې

په کورمه کې د بجلۍ میټرې لګول پیل شوې.

په کورمه کې په مارکېټونو او دوکانونو کې د بجلۍ ميټرې لګول پېل شوي دي.

د هنګو ډيويژن د بجلۍ محکمې مشر ابرار حسېن د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې اوس به خلک د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په شان هره میاشت د بجلۍ بلونه جمع کوي.

د سیمې د بجلۍ محکمه وایي تر اوسه یې یوازې په صده ښار کې تر ۴۰۰ زیات د بجلۍ میټرې لګوللې دي.

بلخوا خلک وایي په سیمه کې د بجلۍ له سخت لوډشېډنګ سره مخامخ دي او حکومت بايد په لومړي سر کې دغه ستونزه هواره کړي.

کوهستان کې د کمر پرېوتو له کبله اته مزدوران مړه شوي

کوهستان.

د خېبر پښتونخوا د کوهستان داسو سيمه کې له یو غر څخه د کمر پرېوتو له وجې اته مزدوران مړه شوي دي.

د کوهستان د پوليسو مشر عبدالصبور د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې پېښه تېره شپه هغه وخت مخې ته راغله چې دغو مزدورانو د داسو پاور پراجيکټ په نامه له یوې چینایي کمپنۍ سره تر کار کولو وروسته کمېلې سیمې ته تلل چې دقراقرم پر لويه لاره یې پر ګاډي له غره څخه ملبه راپرېوته او په ګاډي کې سپاره اته واړه مزدوران مړه شول.

بلخوا د سیمې خلک وایي چې د چاينا پاور پراجيکټ او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې په روانو منصوبو کې د مزدورانو د ژوند خوندي ساتلو او نورو حفاظتي تدابيرو ته هېڅ پام نه کېږي.

سوات کې د پوليسو د رويې پر ضد شکايتي مرکز پرانيستل شوی

د سوات نقشه.

د سوات په سیدو شریف کې د پولیسو د رویې خلاف د شکایت درجولو لومړی مرکز پرانستل شوی دی.

د ملاکنډ پولیسو مشر محمد سعید خان وزیر د جنورۍ پر۱۴مه د دغه مرکز د پرانيستې پر وخت مشال راډیو ته وویل چې د دا ډول مرکزونو د پرانيستلو مقصد پولیس د خپلو اختیاراتو له غلط استعمال څخه راګرځول دی.

سعيد وزير زياته کړه، په دغه مرکز کې به یو پولیس افسر ناست وي او د خلکو شکایتونه به درج کوي.

د نوموړي په وينا خلک کولی شي چې د اي مېل او موبایل پېغام له لارې هم خپل شکایت درج کړي.

ریاض د جمال خاشقجي د وژونکو احتساب هوډ کړی: پامپېو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو (کیڼ) په ریاض کې له شهزاده محمد بن سلمان سره ویني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ویلي، سعودي واکدارانو بیا هوډ کړی دی چې د خبریال جمال خاشقجي د وژونکو محاسبه به کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۴مه له سعودي پاچا سلمان او شهزاده محمد بن سلمان سره تر لیدو وروسته وویل، دواړو مشرانو د احتساب پر اړتیا ټینګار کړی.

دی وویل، واشنګټن له ریاضه تمه لري چې په وژنه کې د ککړ هر کس احتساب وکړي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې په خپله ارزونه کې پر شهزاده سلمان تور پورې کړی چې د خاشقجي د وژنې امر یې کړی وو.

سعودي چارواکي دا تور ردوي.

خاشقجي د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر دویمه په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې وژل شوی وو.

جمال خاشقجي د سعودي شاهي کورنۍ له سختو ناقدانو څخه وو.

ریاض وايي، د نوموړي د وژنې په تور پر ۱۱ کسانو مقدمه چلوي.

ترکیې په بیا بیا له ریاضه غوښتنه کړې چې تورن کسان دې وروسپاري.

د امریکا ولسمشر د حکومت د بندیز جاري ساتلو خبرداری ورکړ

ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت په جزوي توګه د بندیز جاري پاتې کېدو خبرداری ورکړی دی.

دا د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې حکومت تر دومره اوږدې مودې پورې بند پاتې کېږي. ولسمشر ټرمپ د دې تور په ډېموکریټ ګوند پورې کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۲مه په خپل یو ټویټر پیغام کې وویل، دا لړۍ به ترهغې جاري وي چې د ډیموکرېټ ګوند غړي له رخصتیو ستانه شي او کار شروع کړي.

د جنورۍ پر ۱۱مه د کانګریس د استازو د جرګې او د سېنېټ د غړو غونډې د اونیزې رخصتۍ لپاره و ځنډیدې او تمه ده چې له ګل ورځې څخه به بیا کار شروع کړي.

په جزوي توګه د دې بندیز په نتیجه کې، د وفاقي حکومت خوا و شا ۸۰۰ زره کارکوونکي یا بې کاره ناست دي او یا هم له تنخا بغیر کار کوي.

د بجټ په منظورۍ کې دا ستونزه له هغې وروسته شروع شوه چې ولسمشر ټرمپ له میکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو لپاره له کانګریس نه پنځه اربه ډالر و غوښتل خو ډیموکریټ ګوند ورسره دا خبره و نه منله.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG