د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د امريکا له بهرنو چارو وزير جان کېري سره پرون په واشنګټن کې ملاقات کړي دي.
د پاکستان سرکاري راډيو د چارشنبې پر ورځ په خپلې ويبپاڼې خبر ورکړي چې د پوځ مشر د امريکا له بهرنو چارو وزير سره په ملاقات کې په دواړه اخيزه اړيکو، سيمه ايزو چارو او د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
په دې موقع د پوځ مشر وويل چې پاکستان له امريکا سره په باهمې دلچسپي او په احترام ولاړ مضبوطي اړيکې ساتل غواړي.
بيا د امريکا د بهرنو چارو وزير په دې خبره ټینګار وکړ چې له پاکستان سره اړيکې له نورو هيوادونو سره مشروط نه دي.