د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني به له قزاقي مشرانو سره په استانه کې وګوري


د قزاقستان د جمهوري ریاست د رسنیو مشر وایي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني به سبا د قزاقستان له مشرانو سره په استانه کې خبرې وکړي.

دورین ابییف په خپلې فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان ولسمشر به له قزاقي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ، اقتصادي موضوعاتو، تعلیم او ترانسپورت خبرې وکړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند ظفرهاشمي بیا قزاقستان ته د ولسمشرد سفر په اړه وویل،

«د افغانانو لپاره د دغه سفر مهمه برخه د دوو تفاهم لیکونو او یوه هوکړه لیک لاسلیک دي چې په اقتصادي چارو او حکومتوالي تمرکز لري.»

افغان ولسمشر به د قزاقستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر نورسلطان نظرباییف او له وزيراعظم سره وګوري همداراز به د پوهنتون محصلانو ته وینا وکړي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG