د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه دې له ولسه پوښتنه وشي”


د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د قبایلي سیمو په اړه دې تر تړلو دروازو شا ته پرېکړې نه کېږي بلکې له ولسه دې پوښتنه وشي.

د پنجشنبې پر مازیګر په پېښور کې د قبایلي سیمو راتلونکي اییني او قانوني حیثیت په اړه له مشرانو سره تر جرګې وروسته نوموړي مشال راډیو ته وویل، پر دې موضوع به د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره خبرې کوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې څو ورځې مخکې د پاکستان وزیراعظم یوه کمېټي جوړه کړه چې د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه به خپلې سپارښتنې حکومت ته وړاندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG