د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د کډوالو لپاره د ځانګړو مرکزونو په جوړولو غور کوي


اروپايي ټولنه وايي چې په اروپا کې د کډوالو د بحران د مخنیوي په مقصد په بالکان کې د کډوالو د چارو د سمون د مرکزونو د جوړولو په اړه غور کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون وویل، دا کار د دې لپاره کوي چې د کډوالو د ارزیابۍ په پروسه کې اسانتیا راشي.

سږکال تقریبا ټولو اته لکه کډوالو د یونان، مقدونيه، کرویشیا، سربیا، سلووینیا او اسټريا له لارې جرمني ته د تلو هڅه کړې. د کډوالو لپاره د اروپايي ټولنې د کمېشنر دیمیتریس اوراموپولیس په وینا د کډوالو د بهير مرکزونه به د دې ټولنې په غړو هېوادونو، لکه مقدونيا او سربیا کې جوړ شي. اروپايي ټولنې د دې کډوالو د نومونو د ثبتولو، د ګوتې د نښانونو اخیستو او د هویت د تثبیت چارې تردې دمه په یونان کې کولې او کډوال یې له تشخیص وروسته د سیاسي پناه غوښتو لپاره د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته استول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG