د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په خوست کې د حقاني شبکې وسله وال نیول شوي'


د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په خوست ولایت کې یې د حقاني شبکې د 'تروریستي' حملو دری تنظیمونکي نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست نه په خپره شوي اعلامیه کې وېل شوي دي چې وسله وال د خوست ولایت په موساخېل ولسوالۍ کې د ملي امنیت د منسوبینو د خاصو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شویو وسله والو په دغه ولسوالۍ کې په ګڼو وسله والو حملو او روانکارو فعالیتونو او وسله والو ته د بارودو په لېږلو کې لاس لرلو.

اعلامیه زیاتوي چې نیول شوو کسانو د خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

په اعلامیه کې همدا رانګه په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د یوه قوماندان د وسلو او چاویدونکو موادو د زېرمي د موندلو او تر لاسه کولو خبر هم ور کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG