د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ګوزڼ څاڅکو ورکولو لړۍ پیل شوه


د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي له نن(سېشنبه) په خېبر پښتونخوا صوبې او قبایلي سیمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد د څاڅکو د ورکولو درې ورځنۍ لړۍ پیل شوه چې په ترڅ کې به یې درې ملیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شي.

په پېښور کې د یونیسف یو چارواکي اعجازالرحمان د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل د تېر کال په پرتله سږ کال د ګوزڼ کم کیسونه مخې ته راغلي دي.

پاکستان د نړۍ د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو په سر کې دی چیرته چې لا هم د ګوزڼ رنځ ختم شوی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG