ټاکل شوې چې د پخواني شوروي اتحاد یو پوځي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ضد د طالبانو د یوې ډلې په مشرۍ مجرم ګڼل شوی، د دسمبر پر دریمه نیټه په ویرجینا کې په سزا محکوم شي.
یوې امریکايي ورځپاڼې د دې سړي د محاکمې په اړه چې نوم یې ایرک حمیدولین ښودل شوی راپور ورکړی دی.
نوموړی د روان کال په اګست میاشت کې له ترهګرۍ سره په تړاو لرونکو ۱۵ تورونو مجرم بلل شوی وو.
امریکايي څارنوالان وايي چې د پخواني شوروي اتحاد دغه پوځي په افغانستان کې د طالبانو له ډلې سره یوځای شوی و او په ۲۰۰۹م کال کې یې د افغانستان پر سرحدي پولیسو او امریکايي سرتیرو بریدونو کې برخه لرله.