د جرمني حکومت وايي د افغان کډوالو ورتګ زیات شوی او هره ورځ د دوو زرو په شاوخوا کې افغانان دې هېواد ته د پنا اخیستو لپاره ور رسېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډی مایزییر د پنجشنبې پر ورځ ویلي دي چې د اکټوبر په میاشت کې یو ۳۱ زره افغان کډوال په غیرې قانوني لارو ور رسیدلي دي.
د ده په وینا، د افغان کډوالو ورتګ اندېښمن کړي او غواړي چې مخه یې ونیسي.
هغه شمیرې چې د جرمني حکومت د جمعې پر ورځ خپرې کړې څرګندوي چې د جنورۍ څخه د اکټوبر تر میاشتې پورې دې هېواد ته ۷۵۸ زره شامي، افغان او عراقي کډوال ورغلي دي.
تر دې مخکې د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي و، په دې شمیر د افغانانو ورتګ د دوی لپاره د منلو وړ نه دی او د متوسطې طبقې افغانان باید په خپل هېواد کې پاتې شي.