د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۲۸ وسله وال وژل شوي


د ننګرهار چارواکي په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ۲۸ وسله والو وژنې دعوه کوي.

د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد نن (پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل، په وروستیو عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې هغه انټرنیټي مرکز هم ړنګ کړل شوی چې د دې ډلې کسانو به په شام او عراق کې له داعش سره د اړیکو لپاره کاراوه.

دی زیاتوي، له تېرو پینځو ورځو راهیسې ورسره د افغانستان هوايي ځواک هم په جګړه کې مرسته کوي. ازادو سرچینو لا د مجاهد دعوو پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG