د افغانستان ولسي جرګې په غور کې د یوې نجلۍ سنګسارېدو قضیې د جدي څېړلو غوښتنه کړې ده.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي نن د جرګې په عمومي غونډه کې د رخسانې په نوم د یوې نجلۍ سنګسارولو غندنه وکړه چې د انساني ارزښتونو او بشري حقونو ضد دې عمل کوونکو ته باید سزا ورکړل شي.
د ازادۍ راډیو ویډیويي رپورټ ښيي چې دا ۱۹ کلنه نجلۍ د نامشروع اړیکو لرلو په تور خلکو او وسله والو سنګسار کړې.