په باجوړ په باجوړ کې په دوو بمي چاودنو کې دوه قبایلي مشران وژل شوي دي.
چارواکو مشال راډیو ته ویلي، تېر ماښام د ډیلي کلي یو حکومت پلوه ملک منصف خان له کوره لمانځه ته روان وو چې د چاودنې ښکار شو.
تر دې مخکې تېر سهار په سلارزو کې یو ملک محمد یونس خان هم په بمي چاودنه کې وژل شوی وو.
په هغه چاودنه کې د ده دوه زامن ژوبل شوي ول. د دې پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.