د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننگرهار: د داعش پر ضد عملیات روان دي


په ننګرهار کې چارواکي وايي، چې له تېرو څلور ورځو راهیسې د اچین ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا د داعش وسله والو پرضد هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي.

د اچين ولسوال حاجي محمد غالب مجاهد د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل، چې بیګا شپه ځانګړي ځواکونه هم سیمې ته وررسیدلي او د داعشیانو ټکانې يې بمبار کړي دي.

د ولسوال په خبره چې په دغه عملیاتو کې يې يو شمېر داعشیان له خپلو درنو وسله سره له منځه وړي دي.

دی زیاتوي، هغه سيمې چې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي، په هغو کې یې څلور امنیتي پوستې جوړې کړي او په دوه نورو پوستو یې د جوړيدو کار روان دی.

چارواکي وویل، عملیات به یې تر هغو دوام لري چې ټولې سيمې له وسله والو پاکې کړي او بې ځايه شوي خلک خپلو سيمو ته ولیږدوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG