د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب او سند صوبو کې د بلدیاتي انتخاباتو لړۍ روانه ده


د پاکستان په پنجاب او سند صوبو کې د بلدياتي انتخاباتو د لومړي پړاو لپاره د ووټ اچولو لړۍ روانه ده.

د پنجاب په ۱۲ او د سند په ۸ ښارونو کې ټاکنې کېږي. په پنجاب کې ۴۵ زره ۱۰۳ او په سند کې ۱۰ زره ۸۷ امېدواران برخه اخلي.

په پنجاب کې پر پولنګ اسټېشنونو پوځ ځای پر ځای کړل شوی دی. د انتخاباتي کميشن د پروني بيان له مخې په پنجاب کې ۸ زره ۳۰۰ او په سند کې شاوخوا ۶۰۰ پولنګ اسټېشنونه د امنيت له پلوه حساس ګرځول شوي دي. د ووټ اچولو لړۍ به نن(شنبه) په پېنځنيمې بجې ختمه شي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې لا د مخه د ځايي حکومتونو ټاکنې ترسره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG