د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: بمې چاودنې پېنځه کسان وژلي


له کوټې سره نېږدې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې د یوه بلوڅ قبایلي مشر په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.

د سیمې لیوي ځواک یوه چارواکي نن(جمعه) سهار مشال راډيو ته وویل، پېښه تېره شپه هغه وخت شوې چې د قبایلي مشر میر ګل خان بحاراني قافله له مارواړ سیمې تېرېده.

دې چارواکي د نوم نه ښودو په شرط زیاته کړه چې په چاودنه کې دوه کسان ژوبل هم دي. بلوچ لېبرېشن ارمي د پېښې ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG