د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغان طالبان مو په واک کې نه دي"


د پاکستان د وزيراعظم د بهرنو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، پاکستان پر افغان طالبانو بشپړ واک نه لريبلکې يوازې لږ ډېر نفوذ پکې لري، چې په نتيجه يې کولاى شي هغوى له افغان حکومت سره خبرو اترو ته وهڅوي.

سرتاج عزیز دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د پاکستان له ډان ټيلي وژن سره د خبرو پر مهال وکړي.

د پاکستان وزيراعظم ميانواز شريف څو ورځې مخکې د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره تر ليدنې وروسته پر طالبآنو غږ کړى و، چې له افغان حکومت سره دې خبرو ته کېني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG