د افغانستان ولسمشرشرف غني یو ځل بیا د ملیشې جوړونې له وړاندیز سره کلک مخالفت ښودلی دی.
د ولسمشر اشرف غني ویاند سید ظفر هاشمي د شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې افغان ولسمشر د جمعې پر ورځ په کندز کې له خلکو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په کندز او یا بل ولایت کې د ملیشې جوړونې خلاف دی.
ظفر هاشمي وویل:«د افغانستان ولسمشر سل په سلو کې په دې هېواد کې په کندز او یا نورو ولایتونو کې د ملیشې جوړونې له طرحې او پالیسې سره مخالف دی.»
هاشمي زیاته کړه چې په کندز کې به پوځي عملیات تر هغو دوام ولري چې کندز او نور شمال ختیځ ولایتونه د وسله والو مخالفینو له وجوده نه وي پاک شوي.