د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا راتلونکې له پاکستان سره اېټمي تړون نه لاسليکوي


سپينې ماڼۍ پرون ويلي چې امريکا به راتلونکې اوونۍ له پاکستاني وزيراعظم سره په واشنګټن کې د پاکستان د اېټمي وسلو د حفاظت په اړه پر اندېښنو بحث کوي.

د ولسمشر اوباما انتظاميه اندېښنه څرګندوي چې کېدای شي پاکستان د وړو تاکتيکي اېټمي وسلو د جوړولو په درشل کې وي چې د وسله والو لاسو ته به د دې د لوېدلو مخنيوی ګران ګار وي.

بلخوا نيويارک ټايمز ورځپاڼې پرون په يو راپور کې ويلي چې امريکا پاکستان د داسې توغنديو له ځای په ځای کولو هم راګرځول غواړي چې تر خپل لوی حريف هند آخوا ته هم رسېدلای شي.

په همدې خاطر د امريکا او پاکستان تر منځ د يو تړون امکان دی چې د اېټمي وسلو د محدودېدو په بدل کې پر پاکستان اېټمي ټېکنالوجۍ ته د لاسرسي لپاره بنديزونه نرم کړل شي.

خو د سپينې ماڼۍ وياند جوش آرنسټ د پاکستان د اېټمي پروګرام د محدودېدو د تړون امکان په داسې حال کې رد کړ چې د ايرن د اېټمي فعاليتونو د کنټرول لپاره د اوباما انتظاميې پر تړون بحثونه روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG