د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټن: ماسکو د ترهګرۍ په ضد ايتلاف جوړولو کې پرمختګ کړی


د روس ولسمشر ولاديمير پوټڼ ويلي چې ماسکو په شام او نورو سيمو کې د اسلامي سختدريځۍ او ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د يو پراخ بنسټه ايتلاف په جوړولو کې پرمختګ کړی دی.

نوموړي نن د قزاقستان په بورابې ښار کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې روس له سعودي عرب، متحده عرب امارات، اردن او اسراييل سره اړيکې نيولې څو د ترهګرۍ پر مخنيوي بحث ورسره وکړي.

نوموړي پر ټولو هيوادونو غږ وکړئ چې د بغداد معلوماتي مرکز په کار کې ځانونه ورګډ کړي چې د روس، شام، عراق او ايران لخوا جوړ شوی دی.

نوموړي په شام کې پر اسلامي دولت وسله والې ډلې د روس پوځي بريدونه وستايل او زياته يې کړه چې د دوی ځواکونو موثره نتيجې تر لاسه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG