په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، هېواد یې له افغان ځواکونو سره پوځي مرستې ته چمتو دی.
د افغانستان امنیت شورا په یوه خبرپانه کې راغلې چې سفیر الیکساندر مانټیټسکي د سېشنبې پر ورځ د افغانستان امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي، روسیه د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول مرستو ته چمتو ده.
ښاغلي اتمر هم د دغې کتنې پر مهال ویلي چې، هېواد یې له داسې ترهګرو سره په جګړه بوخت دی چې غواړي په افغانستان او سیمه کې نا امنۍ وغځوي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
حنیف اتمر ویلي چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د روسیې او نورو هیوادونو پوځي مرستو ته اړتیا لري.