د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د بېلاروس د ولسمشرۍ پر ټاکنو خپګان ښودلی


امریکا وايي په بیلاروس کې د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو پایلو دوی ناهیلې کړي او د ازادو او شفافو له نتخاباتو د کولو په اړوند دعوې ناسمې ثابتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر وايي نړیوالو څارونکیو د اکتوبر د ۱۱نیتې په انتخاباتو کې جدي ستونزې څارلې دي.

د دغو انتخاباتو په پایله کې د بیلاروس مهم مشر الیکساندر لوکاشینکا د پنځم ځل لپاره د ولسمشرۍ چوکۍ د ۸۳ فیصده د زیاتو رایو په له خپلولو سره وګټله.

امریکا وايي په جدي ستونزو کې پایلو د معلومولو پر مهال د نړیوالو او کورنیو مبصرینو نه شتون او د انتخاباتو په کمیسون کې د اپوزیسون او د ازادو کسانو په کار نه ګومارل شامل دي.

۶۱ کلن لوکاشینکا سره د اپوزیسون« تاتیانا کورت کیویچ » په مقابله کې ولاړه وه چې څه کم ۵ فیصده رایې یې ترلاسه کړلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG