د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په شام کې د منځ لارو ځواکونو د روزنې پروګرام بندوي


د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر په شام کې د منځ لارو ملیشو د روزنې پروګرام بندوي او پر ځاي یې د اپوزیسیون د هغو ډلو ملاتړ زیاتوي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد جنګیږي.

د دې وزارت خبرپاڼه وايي چې ښاغلي کارتر د جمعې پر ورځ د داعش پر ضد پر مبارزه د توجو زیاتولو لپاره په شام کې د مخالفيو ډلو یو شمیر ټاکلو مشرانو ته د وسلو ورکولو حکم ورکړی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې په شام کې د ملیشو د روزنې پروګرام چې ۵۰۰ ملیونه ډالر ورته بيل شوي وو، له غټو مشکلاتو سره مخامخ وو.

بلخوا په شام کې حکومت ضد فعالان وايي، اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې هیواد حلب ښار ته نږدې يو شمير کلي نیولي دي.

لندن ميشت د شام بشري حقونو د څارنې اداره وايي، داعش یو شمیر کلي له هغو ډلو نیولي چې د بشارالاسد د رژیم پر ضد جنګیږي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د روس۱۰ فیصده هوايي حملې داعش په نښه کوي.

د روسیې دفاع وزرات د جمعې پر ورځ وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې يې لږ تر لږه ۶۷ بمبارۍ کړې او د اسلامي دولت د وسله والو ۶۰ مرکزونه یې ویشتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG