د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان: پر ترکیې برید به پر ناټو حمله وي


د ترکیې وزيراعظم رجب طیب اردغان يو ځل بيا ويلي چې د شام پولې سره نيزدې، په خپلو فضايي حدودو کې د روسي الوتکو سرغړونې نه شي زغملی.

اردغان د سېشنبې پر ورځ په برسلز کې خبريالانو ته وویل چې پر ترکي بريد به پر ناټو حمله وي. نوموړي دا خبرې په داسې مهال کړي چې په شام کې د روسي جازونو بمبارۍ دوام لري.

ياده دي وي چې پر همدې مسله د ترکيې بهرنيوو چارو وزارت په انقره کې د روس سفير دوه واره ورغوښتی دی.

په همدي حال کې روس ويلي چې د اکتوبر په دريمه د ترکي د فضايي حدودو څو سيکنډه سرغړونه د خراب موسم له وجې وه او د اکتوبر د څلورمې سرغړونو تحقيقات به کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG