د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي الوتکو په شام کې وسله وال په نښه کړي


روسیو الوتکو د پنجشنبې پر ورځ هم په شام کې بمباریو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې د اسلامي دولت ډلې وسله وال یې په نښه کړي دي خو ښکاري داسې چې په بمبارۍ کې لګېدلې سیمې د اسلامي دولت او شامي حکومت مخالفه ډلو تر واک لاندې دي.

د روسي الوتکو بمباریو په امریکا او غرب کې اندېښنې زیاتې کړې دي چې په شام کې د مسکو اقدامات د شامي ولسمشر بشار الاسد رژیم ملاتړ په موخه دي او پکې ښايي هغه امریکا پلوي یاغیان په نښه کړل شي چې اسد له واکه د لرې کولو په موخه جنګېږي.

خو تېره ورځ په نیویارک کې د خبري غونډې پر مهال د روسیې بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف ټینګار وکړ چې هېواد یې په بمباریو کې د ده په وینا، ((د اسلامي دولت په ګډون نورې ترهګرې ډلې)) هم په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG