د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر نړیوالو ږغ وکړ چې د داعش وسله والې ډلې پر ضد ګډه مبارزه وکړي.
ولسمشر اوباما د سېشنبې پر ورځ وویل چې داعش به حتمي شکست وخوري خو دا کار وخت ته اړتیا لري.
ولسمشر اوباما دا څرګندونې په نیویارک کې هغې غونډې ته وکړې چې د داعش پر ضد ، د مبارزې پر لاروچارو د خبرو لپاره جوړه شوې وه او د ګڼ شمیر هیوادونو مشرانو او سفارتکارنو پکې ګډون کړی وو.
خو په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر د داعش پر ضد پر روانه مبارزه نیوکه وکړه او وي ویل چې د دې ډلې پر ضد د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د کړنلارې په اړه يې پوښتنې پیدا کړې دي.