د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلخ د دولت اباد امنیه قومندان ووژل شو


د افغانستان د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قومندان حیات الله روغ د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ ولایت ویاند منیرفرهاد مشال راډیو ته وویل چې حیات الله روغ په (سېشنبه) سهار شاوخوا نهه بجې له خپل کوره دفتر ته روان وو چې پر موټر یې چاودنه وشوه.

عیني شاهدانو مشال راډیوته وویل چې په دغه چاودنه کې د قومندان حیات الله روغ څلور ساتونکي وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسولیت اخیستی او ادعا یې کړې چې د امنیه قومندان سربیره ۷پولیسان هم وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG