د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پنجاب په ملتان کې برید ځانمرګی وو'


ملتان: په ځانمرګي برید کې ماشومانو او مېرمنو ته هم مرګژوبله اوښتې
ملتان: په ځانمرګي برید کې ماشومانو او مېرمنو ته هم مرګژوبله اوښتې

د پاکستان پنجاب صوبې چارواکي وايي پرون ناوخته د ملتان په وهاړي چوک کې د شوې چاودنې له کبله لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او له څلویښتو زیات نور بیا ژوبل شوي دي. چاودنه د بسونو هډې ته څیرمه شوې ده او په وژلو شویو او ژوبلو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.چاودنې د بسونو په هډه کې ولاړو موټرو او دوکانونو ته هم تاوان رسولی دی. د ملتان د پولیسو مشر زاهد کوندل وايي دا یوه ځانمرګي حمله برېښي.

د تحریک طالبان پاکستان یو ویاند مقبول داوړ له ناڅرګند ځایه په یو ټیلیفوني تماس کې مشال راډیو ته وویل چې برید ددوی ملګرو ترسره کړی دی.

په پاکستان کې په پنجاب کې دا ډول بریدونه کم ترسترګو کیږي، اکثره چاودنې او ځانمرګي بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت او قبایلي سیمو کې مخې ته راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG